د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ نن نوی جمهور رئیس ټاکي


پولند کې رایه اچونکي د انتخاباتو مراکزو ته تللي او دوه میاشتې وروسته له هغه چې ددغه هیواد جمهور رئیس د روسیې پولې ته نژدې د الوتکې په غورځیدلو کې مړشو، نوی جمهوررئیس ټاکي.

د خلکو د اراو نه ښکاري چې برانیسلاو کوموروسکی مخکښ کاندید دی او د پخواني جمهوررئیس ورور اود قانون او عدالت د گوند غړی، یاروسلاو کازینسکي دوهم مقام لري.

په پولند کې به د انتخاباتو مراکز د شپې تر اتو بجو پورې خلاص وي. په دغه هیواد کې دیرش ملیونه خلک د رایې د حق خاوندان دي.

په دغه هیواد کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته لس کاندیدان دریدلي دي او که چیرې هیڅ کوم یو کاندید نیمايي رایې تر لاسه نه کړي، نو دوهم ځل انتخابات به د جولای په میاشت کې دایرشي.

د اپریل په لسمه د الوتکې په غورځیدلو کې د پولند جمهور رئیس، ماندینه یې او د دغه هیواد ډیر مهم پوځي او سیاسی مشران مړه شول.

XS
SM
MD
LG