د لاس رسي وړ اتصالات

قطبي خرس په الاسکا کې یوه میرمن او زوی یې ووژل


د متحدو ایالتونو د الاسکا ایالت پولیسو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې ددغه ایالت په یوې لرې پرتې سیمې کې یو قطبي خرس یوه ځوانه میرمن او زوی یې ووژل.

امنیتي چارواکو ویلي دغه خرس لومړی د ویلز په نامه یوه کلي ته ننوت او بیا یې هڅه وکړه چې پر خلکو برید وکړي.د سیمه ایزو چارواکو په وینا خرس پر یوې ۲۴ کلنې میرمنې او د هغې پر یو کلن زوی حمله وکړه.

د سیمه ایزو امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د سیمې یو اوسیدونکي دا خرس په مرمۍ وویشت او ویې واژه خو ویې نکړای شول میرمن او زوی یې وژغوري. په دې ښارګوټي کې خلکو وویل امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې ځان د پیښې سیمې ته ورسوي خو د هوا خرابوالي‌د هغوی د رارسیدو مخه ونیوله.

د ویلز په نامه کلی ۱۵۰ تنه اوسیدونکي لري او په داسي یو تنګي کې پروت دی چې امریکا له روسیې څخه جلا کوي.

د الاسکا لیرې پرتې سیمې تل له واورو ډکې وي او د بومي وګړو یوه ډله په دودیز ډول د قطبي خرسونو د ښکار له امله خپل ژوند پر مخ بیایي.

د قطبي خرسونو د ساتني د نړیوال سازمان رئیس جیوف يارک وویل د قطبي خرسونو له خوا ددې پيښې په شان خونړۍ پيښې غیر معمولي دي.

هغه زیاته کړه تر دې هم نادره داده چې د کال په دې وخت کې چې هر څه کنګل وي قطبي خرسونه د دریایي زمریانو د ښکار په هڅه کې وي.

دغه سازمان وویل چې د ۱۸۷۰ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې په ټوله نړۍ کې یوازې ۲۰ کسان د قطبي خرسونو له خوا وژل شوي وو خو داسې ښکاري چې د یادو حیواناتو بریدونه مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG