د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پولیسو د تیښتې پیښې زیاتې شوي


د افغان پولیسو د تیښتې پیښې زیاتې شوي
د افغان پولیسو د تیښتې پیښې زیاتې شوي

د پولیسو ځواکونه د هیواد په نا امنو سیمو کی هلته دلته په دله ییزه یا فردی توګه د خپلو لیکو نه تښتی او د مخالفو وسله والو سره یو ځای کیږی. خو د کورنیو چارو وزارت وایی دا پیښې څاري او هڅه لري چې لاملونه یې له منځه یوسي.

د هیواد امنیتی ځواکونو کی تر ټولو زیات د خدمت نه د تیښتې پیښی د پولیسو د لیکو نه ثبت شوي دي .

د کال په اوږدو کې په ډله ییزه یا فردي توګه د پولیسو ځواکونه د خپلو لیکو نه تښتیدلی او د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری دا پیښې مني خو معمولي یې ګڼي.

د مخه تر دې په افغانستان کی د ناتو د ځواکونو یو لوړ پوړی چارواکی ویلي وو چه د یو کال په اوږدو کی د افغانستان د پولیسو د لیکو نه ۲۵ په سلو کی او ددی هیواد د ملی پوځ د ځواکونو نه ۱۸ په سلو کی پوځیان له دندی تښتي چې دې کار د طالبانو سره په جګړه کې د ناټو او افغان ځواکونو لپاره ستونزې را منځته کړي دي.

د ناټو چارواکي وایی دا وړ پیښې دوی ته د زغملو وړ نه دي. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایی د پولیسو د تیښتو د مخنیوی لپاره یی لازمی تابیاوې کړي او لګیا دی ددی کار لاملونه څیړی او پیدا کوی یی ددویپه وینا او اوس اوس د تیښتو کچه را تیته شوې ده

سره له دی چه افغان چارواکی وایی د افغانستان د پولیسو په ځواکونو کی د کار فشار، د لازمو وسلو نه درلودل او دا وړ نور لاملونه د جګړی د لیکو نه د پولیسو ډ تیښتی سبب کیدل خو نړیوال ځواکونه او سیاسی کار پوهان په دی اند دی چه د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتنی خبرونه ، د طالبانو زړه ور کیدل او امنیتی ځواکونو ته ددوی ګواښ ، ددی سبب شوی چې دا ځواکونه خپله روحیه و بایلی او د جګړی د لیکو نه په تیښتی سره ځانونه وسله والو طالبانو ته وسپاري.

له دی ټو لو سره سره افغان امنیتی چارواکی وایی په دی وروستیو کی د تروریزم ، مخدره توکو او جنایی جرمونو سره په مبارزه کی د پولیسو ځواکونه برلاسه دي.

په تیر اونی کی د هیواد په بیلا بیلو ولایاتو کی د ورپیښو ۷۲ تروریستی او تخریبی حادثو کی افغان پولیس توانیدلی دی چه ۱۴۱ تنه په دی حملو کی د لاس لرلو په تور ونیسی او د سړک د غاړی ۱۱۳ ماینونه کشف او له منځه یوسي.

همدا رنګه پولیس وایی ددی برلاسیو په ترڅ کی یی تیره اونی ۴۵ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۱۴۲ تنه یی ږوندی نیولی دی خو ورسره ۱۴ تنه پولیس او ۲۶ تنه ملکی وګړی هم وژل شوي دي.

په هیواد کی تروریستی حملی د وړمی اونی په پرتله کمی شوی دی خو هغه ۴ ځانمرګی بریده چه د کابل ، قندهار او ارزګان په ولایاتو کی وشوی د لسګونو تنو ملکی وګړو ژوند یی واخیست هم خو بیا هم د پولیسو په وینا د ملکی وګړو د مړینی پّه شمیر کی هم کمی راغلی دی.

به افغانستان کی د امنیتی کمپنیو د تړلو په ترڅ کی ۵۷ کمپنی وتړل شوې خو څه موده دمخه د امریکی سفیر کارل ایکنبیری د جمهور رئیس کرزي نه غوښتي وو چې د افغانستان د بیا رغاونې د پروژو د امنیت ساتنې لپاره د کمپنیو په نوم نوی ځواکونه جوړ شی خو افغان امنیتی چارواکی وایی ددی پروژو د امنیت ساتنی لپاره لګیا دی د عامه محافظت ځواکونه روزی

له بلی خو جمهور رئیس کرزی امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې په هیواد کې د امنیت د لا تینګښت لپاره لازم او لا ټینګ تدابیر ونیسی او دا ټینګار هم کوی چه د هیواد پوځی ځواکونه باید وتوانیږی چی په راتلونکی کی خپل مالي مصارف هم پوره کړي.

نړیوالی ټولنی افغانستان نه غوښتی چه تر راتلونکو څو کالو پوری دی د هیواد د امنیتی ځواکونو شمیره ۴۰۰ زرو ته ورسوی او په مور دننه امنیتی چارواکی د راتلونکی کال په اوږدو کی د ۸۰ زرو تنو نورو ځواکونو د روزنې خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG