د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک د لسګونو زره حسابونو د غلا په تور د هکرانو یوه ډله نیول شوې


په ویتنام کې د هکرانو نیول شوې ډله تورنه ده چې د فیسبوک مشهور هک شوي اکاونټونه یې پلورلي دي.
په ویتنام کې د هکرانو نیول شوې ډله تورنه ده چې د فیسبوک مشهور هک شوي اکاونټونه یې پلورلي دي.

په ویتنام کې پولیسو ۲۰ تنه په دې تور نیولي چې په نړیواله کچه یې د فیسبوک حسابونه غلا کول او له دې لارې یې په میلیونونو ډالر ترلاسه کړي دي.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) وویل د هکرانو دغې ډلې په انټرنیټ کې د یو ډول "مالویر" د خپرولو له لارې لږ تر لږه ۲۵ زره اکانټونه غلا کړي چې ځینې یې په لویو سوداګریزو شرکتونو پورې اړه لري.

دا هکران د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د ویتنام په پایتخت هانوی او شمالي ښار هوشي مین (پخواني سایګون) کې د پولیسو د سایبري امنیت د څانګې د چاپو په پایله کې نیول شوي دي.

د دې ډلې په اړه فکر کیږي چې مشري یې د ډانګ ډين سان په غاړه ده چې څه موده مخکې یې د فیسبوک د اکاونټونو د غلا کولو دپاره د ۱۲۰۰ ډالرو په ارزښت مالویر پیرلی و.

سان تورن دی چې ددغه مالویر په مټ یې د عکسونو د ایډیټ کولو د دوو مشهورو وبسایټونو Art Bay AI او Evoto Studio پورې تړلي د فیسبوک پاڼې هک کړي او وروسته یې د فیسبوک نور کاروونکي هڅولي چې یو اپلیکیشن ډاونلوډ کړي چې له لارې یې دا مالویر د کاروونکو وسیلو ته ننوځي.

نوموړي له دغې لارې د کاروونکو له وسایلو څخه راټول شوي معلومات په یو سیستم کې ذخیره کړي او وروسته یې دا معلومات له خپلو همکارانو سره په ټلیګرام کې ددې دپاره شریک کړي چې د کاروونکو د فیسبوک اکاونټونه غلا کړي.

د هکرانو دا ډله تورنه ده چې د فیسبوک مشهور هک شوي اکاونټونه یې پلورلي دي او نور هک شوي اکاونټونه یې، چې ډیر مشهور ندي، د لباسونو او نورو تجارتي توکو د اعلاناتو لپاره کارولي دي.

پولیسو ویلي چې هکرانو له دې لارې شاوخوا ۳.۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د انټرنیټ د څار ادارې سټاټیسټیکا د شمېرو له مخې، ویتنام د ۷۵.۳ میلیون فیسبوک اکاونټونو سره په نړۍ کې اووم ځای لري. هند د فیسبوک د ۳۸۵ میلیون اکاونټونو په لرلو سره، لومړی او ورپسې متحده ایالات او اندونیزیا په نوبت دوهم او دریم مقام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG