د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې اوه پولیس په داخلي برید کې وژل شوي


طالبانو ویلي چې د خانه ګیرداب په پوستې کې د اوو پولیسو د وژلو وروسته درې بریدکوونکي پړلیس له دغې ډلې سره یوځای شوي.
طالبانو ویلي چې د خانه ګیرداب په پوستې کې د اوو پولیسو د وژلو وروسته درې بریدکوونکي پړلیس له دغې ډلې سره یوځای شوي.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې درې سیمه ایزو پولیسو د خپلې پوستې اوه ملګري، چې په خوب ویده وو، وژلي او بیا له سیمې تښتیدلي دي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال نیاز محمد مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن سهار وختي د دغې ولسوالۍ د خانه ګیرداب په امنیتي پوسته کې شوې ده.

سمونوال نیاز محمد مجاهد وایي، په بریدکوونکو کې د دغې پوستې یو پخوانی قوماندان هم شامل وو.

د سمونوال نیاز محمد مجاهد پر وینا، بریدکوونکو د خپلې پهرې په مهال خپل ملګري چې په خوب ویده وو، وژلي اوبیا له سیمې تښتیدلي دي.

بریدکوونکو د خپلو ملګرو وسلې هم له ځان سره وړي دي.

هغه وویل چې د پیښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

طالبانو په یو بیان کې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې بریدکوونکي د دوی نفوذي کسان وو او له برید وروسته طالبانو سره یو ځای شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG