د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال په افغانستان کې د پولیو ۱۹ پېښې ثبتې شوې وې


په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کې د پولیو ۲۸ او په ۲۰۱۵ کال کې ۱۹ پېښې ثبتې شوې وې.
په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کې د پولیو ۲۸ او په ۲۰۱۵ کال کې ۱۹ پېښې ثبتې شوې وې.

تېرکال په افغانستان کې د پولیو ۱۹ پېښې ثبتې شوې وې چې لس یې یوازې په ختیځو ولایتونو کې وې.

په افغانستان کې د روغتیا د برخې چارواکو په دې اړه اندېښه ښودلې خو ټېنګار کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې به د نورو پېښو مخه نیسي.

د وزارت د کتلوي معافیت مشر سردار محمد پرویز د امریکا غږ اشنا ته وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۲۸ پېښې ثبتې شوې وې، چې دغه شمېره په ۲۰۱۵ کال کې بیا کمه وه.

هغه وویل" تېرکال ۵۱ پېښې په پاکستان کې ثبتې شوې وې او ۱۹ په افغانستان کې وې. دا یو ښه خبر ځکه دی چې په نړۍ کې د پولیو پېښې مخ په ختمېدو دي. "

ښاغلي پرویز هيله وښوده چې په ۲۰۱۶ کال کې به دغه شمېرې نورې هم کمې شي.

نوموړي وویل په افغانستان او په خاص ډول په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ د پېښو د ډېروالي اصلي علتونه ناامنه ده چې د واکسین ډلو ته ستونزمنه وه دغو سیمو ته ورشي او ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي پرویز د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د روغتیا له ډلو سره دې کار نلري ځکه چې هغوی د ده په ټکو بېطرفه خلک دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مشر وايي چې سږکال به د دوی ډېر پام په هغو سیمو ورټول وي چې د پولیو پېښې په کې زیاتې وې.

XS
SM
MD
LG