د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ګوزنډ د واکسین نوی پړاو پیل شو


افغانستان کې د ګوزنډ د واکسین نوی پړاو پیل شو

افغانستان کې د ګوزنډ د واکسین نوی پړاو پیل شو

د افغانستان د روغتیا چارو وزارت په افغانستان کی د پولیو یا ګوزنډ د واکسین نوی پړاو پیل کړ.

ددې وزارت سر پرسته وزیره وایی اوس مهال د افغانستان ۵۰ داسی ولسوالی شته چی د بیلابیلو لاملونو له امله ښځو او ماشومانو ته نه رسیږی خو له دې سره سره د واکسیناسیون خدمات په افغانستان کې ۷۸ په سلو کې لوړ شوي دي.

په دغه پړاو کې د ګوزنډ برسیره د ۵ وژونکو ناروغیو واکسین هم ورکول کیږي.

د واکسیناسیون د دور د بیا پيلیدو سره به د افغانستان زیات شمیر ماشومان ددې ناروغیو پر ضد واکسین شي خو سره له دی هم نږدی ۵۰ داسې ولسوالی او لرې پرتې سیمې شته چې د روغتیا چارو وزارت نه شي کولای هلته د واکسین خدمات ورسوي.

دا سیمې د جغرافیایي پیچلي جوړښت، لارو او سړکونو د خرابوالي او جګړو له امله د روغتیایي چارواکو د لاس رسي نه بهر پرتې دي.

خو ددې وزارت سر پرسته وزیره وایی دوی ته به بیړني او ځانګړي تیمونه جوړوي چې ماشومانو ته د وژونکو ناروغیو پر ضد واکسین ورسوي.

د روغتیا وزیره ثریا دلیل له والیانو او چارواکو او مخالفو ډلو نه غواړی چی د واکسیناسیون د لړی په امنولو کی دی ورسره مرسته وکړي.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا په افغانستان کی د واکسیناسیون خدمات د ۲۰۰۰ کاله راپه دیخوا ۷۸ په سلو کی عام شوی دی.

په افغانستان کی د ماشومتوب د دور ۸ داسی ناروغی شته چی له هغوی سره بیغوري ماشومان د مرګ کومی ته غورځوی شی او یا یی د عمر لپاره معیوبه کوي نو ځکه د روغتیا چارو وزیره ښځو او ماشومانو ته د واکسین لګول ډیر ضروري بولي.

د نړی په گوټ گوټ کی د گوزنډ په ضد مبارزه دومره گړندی شوی چی پدی مرض د نویو اخته کسانو شمیر په کال کی د ملیون هاو نه اوس یوازی زرو ته را ټیټ شوی دی. پدی اداری کی د پولیو څخه روغی شوی مشهوری او پیژندل شوی څیری هم فعالیت کوی چی په دوی کی د نړی یو تر ټولو تکړه وایلن غږونکی هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG