د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي حوزه کې د پولیو په باب د پوهاي چارې زیاتې شوي


د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ حوزوي کمپاین نن په ټولو جنوبي ولایاتو کي پیل شوو چې په کندهار او هلمند کې به څلور ورځي او په نیمروز، اروزګان او زابل ولایتونو کې بهدرې ورځې دوام ولري .

په کندهار کې د پوليو ویروس د خطر له کبله هره میاشتیو ځل حوزوي کمپاین تر سره کیږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په پدېکمپاین کې به ټول یو اعشاریه شپږ ميلیونه تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین ورکول شي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل" د واکسین له دې کمپاین سره حکومتي ځواکونو او همد دولت وسله والو مخالفینو د همکاري ژمنې کړي دي او هیله ښودلې، چې د جنوبي حوزې ټولو سیموته به د واکسین ټیمونه ورسیږي. "

ښاغلی نظر محمد زیاته کړه " زموږ د حوزې په کچه فوق العاده کمپاین شروع شوی. پدې حوزه کېټول یو اعشاریه درې ميلیونه ماشومانوته به واکسین شي چې پنځه لکه او دوه دېرش زره یوازې په کندهار کې دي، تاسي پوهیږیموږ په کال کې دوه پسرلني او دوهد مني کمپاینونه لرو خو د واکسین دغه حوزې یو کمپاین ځانګړی کمپاین دی ".

د کندهار دعامې روغتیا ریاست د همږغۍ د برخي مسئول ډاکتر عزیزالله کاکړ اشنا رادیو ته وويل، په روان کمپاین کې ښځینه رضاکارانې هم فعاله ونډه لري چې د ښار په شپږو کلسټرونو کې تر ۲۶ پوري ښځینه ټیمونه ماشومانو ته واکسین ورکوي.

هغه زیاته کړه، چي د واکسین د ښځينه رضاکارانو سره په هر ټيم کې د میندو لپاره د عامه پوهاويیوه ښځينه مبلیغه هم برخه لري.

" شپږ کلسټره دي چې تر کمپاین د مخه هم پکې ښځینه رضاکارانو کار کولواو د کمپاین پرمهال هم ښځینه پکېکار کوي. دا د ښار مرکزي برخې دي پدغو کلسټرونو کې ۲۶ ټیمونه کار کوي چې هر ټيم يې درې کسیز او ټول تشکیل يې د ښځینه دي ".

د واکسین تر پیل درې ورځې مخکې د عامې روغتیا ریاست د واکسین رضاکاران کور په کور ګرځي او د کیدونکي کمپاین په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د پوليو د پېښو د پلټنې د برخې مسئول ډاکتر خنیف نیازي اشنا رادیو ته وويل، جنوبي حوزه لاهم د پولیو د ویروس له پلوهیوه خطر ناکه سیمه بلل کیږي.

هغه زیاته کړه، پدې برخه کې تر ټولو زیات مسئولیت کورنۍ لري چې د خپلو ماشومانو وقايې ته پاملرنه زیاته کړي.

" د مرکز ټوله پاملرنه جنوبي حوزي ته ده، وضعیت هره ورځ ځيړي په کوم ځای کې چې ستونزې وي هلته اقدام کوي، هیله لرو چې چې په راتلونکې کې د پولیو هیڅ پېښه ونلرو او د نورو حوزو په څېر دا سیمه هم د پولیو له ویرویس څخه پاکه اعلان شي ".

په افغانستان کې د روان میلادي کال له پيل راهیسې د پولیو کومه مثبته پېښه نده لیدل شوې، خو په ګاوندې هیواد پاکستان کې دپولیو يوه پېښه ثبت شوې.

له طبي پلوه د افغانستان د جنوبي ولایاتو د پوليو ویروسواریداتي حوزه بلل کیږي، ځکه خو روغتیایې چارواکي باور لري چې په جنوب کې کندهار او په ختیځ کې د پاکستان پولې سره نږدې پراته ولایتونه د پولیو له ویروس څخه اغیږمن کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG