د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په دریو ولسوالیو کې ماشومانوته د ستنې له لارې واکسین ورکول کیږي


د کندز د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې به د پیچکارۍ په ذریعه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
د کندز د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې به د پیچکارۍ په ذریعه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د کندز د کتلوي معافیت مسولین وايي، په دغه ولایت کې په لومړي ځل هغو ولسوالیو کې چې د پولیو تر تهدید لاندې دي د څاڅکو تر څنګ هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له درې نیمومیاشتو لوړ وي د پیچکارۍ په ذریعه هم د پولیو دمخنیوي واکسین تطبیقوي.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، دوي به په دغو دریو ولسوالیو کې په لومړي ځل د پیچکارۍ په ذریعه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

هغه زیاتوي په دغو دریو ولسوالیو کې به ۱۴۰ زره ماشومانو ته زرقي واکسین ورکړي چې تر څنګ یې د خولې له لارې د پولیو د مخنیوي څاڅکي هم ورکړي

هغه وایي "په تیرو کمپاینونو کې د ګوزڼ د مخنیوي څاڅکي ماشومانو ته ورکول، خو اوس ددغه کمپاین په لومړۍ دوره کې ۱۴۰ زره ماشومانو ته په درېو ولسوالیو دشت ارچي، امام صاحب او چاردره په کې شامل دي د ګوزڼ د مخنیوي د څاڅکو تر څنګ هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له درې نیمو میاشتو څخه تر پنځه کلونو پورې رسیږي د پیچکارۍ په ذریعه هم د پولیو د مخنیوي واکسین تطبیق کړي".

عطایي زیاتوي، د پیچکارۍ په ذریعه د پولیو د مخینوي واکسین به په بل پړاو کې له دغو دریو ولسوالیو پرته په نورو پاتي سیمو کې هم تطبیق شي.

په کندوز کې د WHO یا د ملګرو ملتونو د صحي سازمان د پولیو د مخنیوي ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، د پیچکارۍ په ذریعه د پولیو واکسین به په ټول ولایت کې ماشومانو ته ورسول شي

هغه وویل "دغه واکسین به په ټولو ولایت کې تطبیق شي، او هغه ولسوالۍ چې د پولیو زیات تهدید ورته متوجه دی د پولیو زرقي واکسین هم تطبیقیږي".

د کندوز زیات شمیر اوسیدونکي ماشومانو ته د پیچکارۍ په ذریعه د پولیو د مخنیوي له واکسین څخه خبر نه وو، دوي په لومړي ځل خبریږي چې د دغه مرض د مخنیوي لپاره د پیچکارۍ په ذریعه هم واکسین کیدای شي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی اکرام الله وايي که د دوي اوماشومانو تهد پیچکارۍ په ذریعه د پولیو واکسین ګټور وي نو چمتو دي چې خپلو ماشومانو ته یې ورکړي.

هغه وایي"د پولیو څاڅکي خو مو ماشومانو ته کړي، خو اوس د اول ځل لپاره خبرشوی یم چې د پیچکارۍ په ذریعه هم د پولیو واکسین کیږي نو هغه به هم ورته تطبیق کړو".

د پولیو واکسین دویم عمومي کمپایند دوشنبې په ورځ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیلیږي چې په کې به ۹.۵ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي اوتر څنګ به یې ۵. ۷ میلیونه ماشومانو ته د ګډې د چنجي ضد تابلیت هم ورکول کیږي.

روغتیایي چارواکي وایي، چې پولیو ناروغۍ تداوي نلري خو د پولیو واکسین کولی شي ماشومان له تل پاتې ګوزڼ څخه وژغوري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG