د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هلمند کې د ګوزڼ واکسین ته بیا هوکړه وکړه


په جنوب سرحدي سیمو کې افغان او پاکستاني سیمه ییز روغتیایي ټیمونه غواړي په گډه د گوزڼ کمپاین پرمخ بوزي
په جنوب سرحدي سیمو کې افغان او پاکستاني سیمه ییز روغتیایي ټیمونه غواړي په گډه د گوزڼ کمپاین پرمخ بوزي

وروسته له هغې چې د هلمند د عامې روغتیا مسئولینو د واکسین په اړه د دولت د وسله والو مخالفینو د نویو ګواښونو خبره راپورته کړه، نن وسله والو طالبانو وويل چې د واکسین کمپاین ته په هغه صورت کې اجازه ورکوي چې کمپاینران له سیمه ييزو وسله والو طالبانو سره د کار له پیل څخه دمخه اړیکه ونیسي.

د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې ويلي چي " د واکسین ريښتني کارکوونکې دې د هرې هغې سیمې له طالبانو سره په تماس کې شي، چې د ورتګ اراده يې لري او د واکسین د عملي کولو ترتیب دي سره جوړ کړي".

په کندهار کې د ګوزڼ د ټولو پېښو شمېر په روانه اونۍ کې یوولسو ته پورته شو او همداشان په هلمند کې د دوو پیښو او زابل او اروزگان کې د یوې یوې پیښې رپوټونه ورکړل شول.

په جنوبي ولایاتو کې د دوو کلنو راهیسې د ګوزڼ هیڅ پېښه نه وه ثبت شوې خو سږکال د ګوزڼ د ۱۵ پېښو ثبتیدل د دغې ناروغۍ په اړه د عامي روغتیا د مسئولینو اندېښنې زیاتي کړي او وايي چي هره کوچنۍ ستونزه د ګوزڼ تهدید نور هم زیاتولای شي.

په یوه جلا هڅه کې بیا د افغان او پاکستان سیمه ییزو مقاماتو یوه روغتیايي ډله ګمارلې چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولیو ضد کمپاین هڅې په ګډه پر مخ ته بوزي.

د کندهار او بلوچستان صوبې روغتیايي ادارې د دغه ګډ روغتیايي ټیم رهبري کوي او د کار پایلي له یوه او بل لوري سره شریکوي.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا، امریکا غږ ته وویل چي په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ د سږني کال د ټولو پېښو اصلي سرچینه کوټه او کراچي ده چي افغانان ډیر تګ راتګ ورته لري.

هغه زیاته کړه " زموږ په سیمه کې د ګوزڼ د ناروغۍ د موجودیت یو عامل پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ دی، زموږ او بلوچستان ایالت د روغتیا د ادارې ترمنځ روابط تر بل هر وخت اوس ډیر سره نږدې شوي. زه خپله هلته ورغلی وم او ګډ مجلس مو درلودی، غواړو چي دغه ستونزه په ګډه له منځه یو سو. هغه سیمې چې د دوی له کمپاین څخه پاته کیږي او هغه د ډیورنډ خط سره نږدې دي موږ يې د واکسین تر پوښښ لاندي نیسو او بیا خپل اجرات د راپور په وسیله سره شریکوو."

دا په داسې حال کې دي چې په پاکستان کې د ماشومانو د فلج ۲۹۱ پېښې ثبت شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان یا د WHO استازي هم پر دې اندېښنه ښودلې وه او پدې اړه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو روغتیايي پروګرامونو د پراختیا او عملي کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG