د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند ولایتکې یو پنځه کلن ماشوم پولیو وهلی چې دا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دویمه مثبته پېښه ده.

روغتیایي چارواکي وایي، که څه هم پولیو وهلي ماشوم د خپل عمر په موده کې واکسین اخیستي خو په دې هکله څیړنې روانې دي.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر عبدالاحد حازم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، پولیو وهلی ماشوم نږدې پنځه کاله عمر لري چې د نوزاد ولسوالۍ د با رانګ میرحمزه په سیمې کې ژوند کوي.

ډاکټر حازم زیاتوي، چې دغه پولیو وهلي ماشوم په تیرو نږدې پنځه کلونو کې اوه ځلې واکسین اخیستی، خو لا دا څرګنده نه ده چې هغه څنګه پدې ناروغۍ اخته شوی دی.

ډاکټر حازم وویل "د ماشوم دوواړه پښې فلج شوي، دغهماشوم اوه ځلې د پولیو د واکسین اخیستیخو د ځینو انسانانو د بدن د معافیت سیستم داسې وي چې د ویروس پر وړاندې مقامت نلري. "

سیمه ایز روغتیایي چارواکي اندیښنه لري، چې اوس همپه سیمه کې د پولیو ویروس د ماشومانو روغتیا ته یو جدي ګواښ دی.

په جنوب کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د واکسین د همغږۍ د برخي مسئول سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، د نا امنیو له کبله د واکسین د پروګرام څارونکي لرو پرتو سیمو ته تللی نشي .

ده وویل " کله چې د پولیو مثبته پېښه رامینځته کیږي نو په طبعي ډول اندیښنې ور سره زیاتیږي ، موږ ته راپور را کول شو چېپه نوزاد کې ولسوالۍ کې د واکسین ورځنی پوښښ ۲۶ فیصده دی او په عمومي کمپاین کې دا کچه ۸۶ فیصده ده، مونږ په دقیق ډول نه شو ویلی چې څه شمېر ماشومان بهواکسین شوي وي،ځکه داهغه سیمې دي چې تل پکې جګړې روانې وي اوهلته د واکسین د څار پروګرام ستونزمن کار دی."

د پولیو واکسین د عامه پوهاي د څانګېغړي مولوي عبدالرزاق حلیم وايي چې پخوا به خلکو ماشومانو ته د واکسین له ور کولو څخه انکار کولو خو اوس یې په ګټو پوهه شوي دي.

دی زیاته وي "که د عامه پوهاوي پروګرامونه خلکو ته په سمه توګه ورسیږي دا به ډير مثبت تاثیرات ولري او مو ږ اوس وینو چې په ډیرو سیمو کې خلکله واکسین سره همکاري کوي. "

هلمند د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه کڼل کیږي چې په تېر میلادي کال کېهم د دغه ولایت د خانشین او ګرشک په ولسوالیو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

سره له دې چې سیمه ایز روغتیایې چارواکي د هلمند ولایت ټولو سیمو ته د واکسین د رسولو ډاډ ورکوي، خوپه دې ولایت کې روانې جګړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د اوسیدونکو تګ راتګ او ناسم باورونه د دې لامل شوي چې لا هم د پولیو ویروس په دغه ولایت کې په بشپړه توګه له مینځهلاړ نه شي.

XS
SM
MD
LG