د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند او کندهار په ولسوالیو کې د واکسین کمپاین پیل شو


دغه ولسوالۍ په کندهار او هلمند ولایتونو کې دي خو هلمند ته نږدې د فراه او نیمروز ولایتونو ځیني برخې پکښې شاملې دي .

روغتیايي مسئولین وايي چې په کندهار او هلمندولایتونو کې به د څلور ورځو په ترځ کې نږدې یو ميلیون ماشومانو تهصحي ټيمونو له لوري د ګوزڼ واکسین ورسیږي .

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت د واکسین د انسجام مشر ډاکتر جاوید سعادت له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې " د کندهار ۱۳ ولسوالۍ او دهلمند ۸ ولسوالۍ به پدې کمپاین کې د واکسین تر پوښښ لاندې راشي . "

که څه هم په تیرو کمپاینونو کېیاد شمیر ولسوالۍ د پولیو ضد واکسین تر پوښښ لاندي راغلي، خو روغتیايي مسئولین وايي، د کار د موثریت له پلوه دوی غواړي چې د واکسین کمپاینونه په پرلپسې توګه تر سره کړي .

ښاغلي سعادت زیاته کړه " زموږ هدف په کندهار کې ۴ لکه او ۹۱ زره ماشومانو دي چې مونږ به یېپه دې څلور ورځو کې تر پوښښ لاندي را ولو او د هلمند په ۷ ولسوالیو کې ۶ لکه او ۴۰ زره ماشومان دي دا پدې مفهوم چې دا ولسوالۍ موږ بیا په ال پي ډي توګه په پام کې نیولي خو زیات کار ته یې ضرورت درلود چې د پوليو مثبته پېښه رامنځ ته نشي."

تیره اونۍ د جنوبي حوزې په کچه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د پولیو یوه نوې پیښه ثبت شوه چې له روغتیايي پلوه يې اندېښنې په یقین بدلي کړې.

ډاکتر سعادت وايي چې د کندهار او هلمند په ګډون د ډیورنډ کرښې پاکستان خواته د پوليو ويریس جریان لري او اغېزمن کارته تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده .

" که ووایو چې د ډیورنډ د کرښې هاخوا سیمې کې همد ویروس فعاله شتون موږ دې ته اړ باسي چې په خپلو چارو باندي زیات تمرکز وکړو ،تکراري کمپاینونونه وکړو تر څو هغه هدف چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې د دې ویرس مهارول دي پدغه خاطر موږ مکرر کمپاینونه لرو "

د واکسین رضا کاران د کندهار ښار په لارو او کوڅو کې هڅه کوي چې له پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پوليو واکسین ورسوي .

" زما نوم اغا ولی دي په دې کمپاین کې کار کوم ، پردغه لار اکثریت خلک راځي او خپلو واکسین ماشومانو ته واکسین ورکوي چي شمیر هره ورځ پنځوس ماشومانو ته رسیږي ، ټول خلک غواړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ور کړي خو اوس څوک کوم مخالفت نه کوي"

د عامي روغتیا مسئولین وايي چې په جنوبي ولایتونو کې د نا امنیو له کبله هر ځل تر لس فیصدهماشومان د واکسین څخه بې برخېپاتې کیږي او علت يې هم دوامداره جګړې ، ځمکني ماینونو او په ځينو لرو پرتو سیمو کې د واکسین پر وړاندې ناسم باورونه دي .

خو اندېښنه پدې برخه کې هم داده چې د واکسین له پوښښ پاتې سیمې په تکرار ډول پاتې کیږي او داسې تظمین نشته چې وښيي پاتې ماشومانو ته حتمآ واکسین رسول کیږي .

سږکال په افغانستان کې د پوليو د ټولو پیښو شمیر ۱۹ ته رسیدلی چي ۲ يې په هلمند ، ۴ په فراه ، په نیمروز ، هرات او فریاب کې یوه ، یوه ، په مشرقي کې بیا په ننګرهار کې ۸ او په کنړ کې ۲ پېښي ثبت شوي .

تیر ميلادي کال په ټول هیواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۸ ثبت شوی .

XS
SM
MD
LG