د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزي وايی چې مخالفین دې د پولیو د واکسین مخه نه نیسی


جمهورریس کرزي وايی چې مخالفین دې د پولیو د واکسین مخه نه نیسی
جمهورریس کرزي وايی چې مخالفین دې د پولیو د واکسین مخه نه نیسی

جمهورریس کرزی د وسله والو نه غوښتی چی صحی ډلو ته دی اجازه ورکړی چی ماشومان ته د پولیو خلاف واکسین ولګوی. هغه دغه خبره ورسته له دی نه کړی چی افغان حکومت ویلی په افغانستان کی د پولیو په پیښو کی ډیروالی راغلی دی.

د جمهور ریس کرزی دفتر نن وویل چی د روغتیا د وزارت لخوا نوی راپور ښیی چی د تیر کال په پرتله د پولیو پیښی دری برابره سوی دی.

تیر کال، د پولیو اتیا پیښی ثبت سوی وی چی زیاتره یی د افغانستان په جنوبی ولایتونو کی وی.

جمهور ریس کرزی وویل چی هغه کسان چی د پولیو د واکسین په خلاف دی هغه د زموږ د ماشومانو د راتلونکی رښتنی دښمنان دی.

افغان مشر په دینی عالمانو او قومی مشرانو باندی هم ږغ وکړ چی د د پولیو په خلاف د صحی ډلو سره دی مرسته او همکاری وکړی.

هغه دغه غوښتنه یوه اوونی د دی نه ورسته کوی چی هندوستان اعلان وکړ چی د یوه کاله لپاره په دغه ملک کی د پولیو کومه پیښه نه ده ثبت سوی.

افغانستان نو اوس یو له درییو هیوادونو نه دی چی د پولیو پیښی پکښی کیږی. دوه نور ملکونو، د افغانستان ګاونډی ملک پاکستان او نایجریا دی.

پولیو چی معمولا په ماشومانو اغیزه کوی، د فلج، عیبی کیدو او یا هم د مرګ سبب ګرځی.

XS
SM
MD
LG