د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې د پولیو نوې پیښه شوې


دا پیښه روان عیسوي کال په اوږدو کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د میشتو وزیري کډوالو ماشومانو په منځ کې څلورمه پیښه ده.
دا پیښه روان عیسوي کال په اوږدو کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د میشتو وزیري کډوالو ماشومانو په منځ کې څلورمه پیښه ده.

د خوست په ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي، د ماشومانو د کوزڼ یا پولیو یوه تازه پیښه یې د دغه ولایت د ګربزو د ولسوالۍ د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې ثبت کړې ده.

د خوست ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدين منګل امريکاغږ اشنا راډيو ته وويل، چې د پوليو دا پېښه د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د د ګلان په کمپ کې د میشتو وزيرستاني کډوالو په کمپ کې ثبت شوې ده.

ډاکټر منګل وویل، پوليو وهلی ماشوم د اکبرالله په نوم ۲۴ میاشتنی ماشوم دی، چې د روان ميلادي کال د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نيټه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوی او يوه مياشت وروسته د اکتوبر په لومړۍ نيټه يې کورنۍ د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ ته راکډه شوې ده.

ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، چې په دغه ماشوم شوي معاينات اسلام آباد ته تر لېږلو وروسته داښيي چې دا ماشوم پولیو وهلی دی.

خو هغه وویل، چې تر اوسه د دغې ماشوم د ناروغۍ جينيتکي پايلې نه دي څرګندې شوي.

ډاکټر منګل وويل، چې دغه ماشوم ته هيڅ د پوليو واکسين نه وو تطبيق شوي.

په کابل کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال ډاکټر ګلاخان امریکا غږ سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړې ده.

برمل د پکتيکا ولايت يوه له نا امنه ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې د جنوبي وزيرستان سره ګډه پوله لري.

د روغتیایي مسوولينو په وينا روغتيايي کارکوونکي د ناامنيو له امله نه دي بريالي شوي، چې ددغې ولسوالۍ په ټولو سيمو کې ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين څاڅکي ورسوي.

د روان ۲۰۱۶ ميلادي کال د پيل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پوليو ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې څلور په کونړ، درې په پکتيکا، يوه په هلمند، يوه په کندهار او وروستۍ يوه يې چې له پکتيکا راانتقال شوې، په خوست کې تثبيت شوې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG