د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د ګوزڼ پر ضد پراخه هڅې


د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل وايي، چې د پوليو پرضد يې وروستي کمپاينونه پراخ و او هغه سيمې يې تر پوښښ لاندې راوستې، چې مخکې به ماشومانو ته په وخت واکسين نه رسېده.

نوموړي وویل، چې له يوې خوا يې د رضاکارانو شمېر زيات کړی او له بل لوري د پوليو په برخه کې د تېر په پرتله اوس د پکتيکا د خلکو د عامه پوهاوي کچه يوڅه لوړې شوې ده.

"تقريباً ۰،۱ فيصد ماشومان پاتې شوي دي. دا هغه ماشومان دي، چې له خپلو کورونو څخه بل ځای تللي وي، کله چې خپل کورونو ته راځي، د کمپاين ټيمونه بيا بل کلي ته تللي وي. په تېرکمپاين کې له موږ څخه ټول ۲۵۸ ماشومان پاتې شوي"

ډاکټر ولي ګل زیاته کړه، چې تېره مياشت د پوليو ضد کمپاين کې د پکتيکا شاوخوا ۱۶۸ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شوي، چې څو مياشتې مخکې دا شمېر ډېر کم و.

"تېرکمپاين کې ۱۶۸ زره يواځې د پکتيکا خپل ماشومان واکسين شوي. پر دې برسېره څه باندې ۳ زره کډوال او شاوخوا ۴ زره د کوچيانو ماشومان واکسين شوي. هر کمپاين کې شمېر زياتېږي"

په همدې ترڅ کې د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکترجعفر امريکاغږ ته وويل، سره له دې، چې عامه پوهاوی يوڅه زيات شوی، خو بياهم د ځينو سيمو خلک د واکسين پراهميت نه پوهېږي.

هغه زياته کړه، چې سږکال يې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ او د ولسواليو په کچه يې په دې برخه کې نوي مسوولين پر دندو ګمارلي دي.

"۲۰۱۵ کال کې د عامه پوهاوي يوه شبکه لروچې مرکز ښرنه او دغه راز د ولايت په دوو زونونو خيرکوټ او ارګون ولسواليو کې م فعالیت لري اوټولو ولسواليو کې خلکو ته د واکسين په ارزښت معلومات ورکوي"

پکتيکا د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په څېر د پوليو د ويروس له خطر څخه ډک ولايت ګڼل کېږي تېر کال په دغه ولايت کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبيت شوې هم وه.

XS
SM
MD
LG