د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بینیدیکټ خپله استعفی اعلان کړې


پاپ د دوشنبی په ورځ په یوه لیکل شوې وینا کې وویل چې دی به د فبرورۍ په ۲۸ استعفی وکړي. بینیډیکټ وویل چې دی ځکه استعفی کوي چې په تیرو څو میاشتو کې تر دې اندازې پوري کمزوری شویدی چې د ورسپارل شوي پاپ مقام په ښه شان سره سرته ني رسولی.

پاپ د دې میاشتې په پای کې خپله وظیفه پرېږدي. له هغې نه وروسته به د سینټ پیټر څوکۍ خالي وي. د کتولیک کلیسا د مشرانو خاصه غونډه به را وغوښتل شي چې نوی پاپ انتخاب کړي.

پاپ بینیډیکټ ٨٥ کلن دی. بینیډیکټ به لومړی پاپ وی چې په ۶۰۰ کلونو کې د پاپ د مقام نه استعفی کوي.
XS
SM
MD
LG