د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د مخدره توکو په کر او تولید کې کموالی راغلی


اوس هم افغانستان په نړۍ کې د اپینو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی.
اوس هم افغانستان په نړۍ کې د اپینو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی.

د افغان حکومت او ملګرو ملتونو یوه ګډه سروې ښيي چې سږ کال په لومړي ځل په تیرو پنځه کلونو کې په افغانستان کې د کوکنار کر ۱۹٪ او تولید کې ۴۸٪ کموالی راغلی دی.

د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ادارې مشر اندرسن افتسین د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې د وزیرې میرمن سلامت عظیمي او د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معین بازمحمد احمدي سره یو ګ‌ډ خبري کنفرانس ته وویل چې دا شمیرنې بیا هم بدلیدلی شي.

ښاغلي اندرسن افتسین وویل "د نن ورځې د خبري کنفرانس هدف تاسو ته د یو ښه خبر اورول دي، د دوه زره پنځلسم کال د سروې شمیرنې د کوکنارو په کر او د اپینو په تولید کې د پام وړ کموالی ښيي ".

هغه وویل چې په روان کې د کوکنارو کرکیله نوولس فیصده او تولید اته څلویښت فیصده را کم شوی دی.

خو ښاغلي انډرسن وویل چې دا شمیرنې بیا بدلون موندلی شي.

ښاغلي اندرسن افتسین وویل " که چیرې مونږ د افغانستان له حکومت سره په ګډه خپلې هڅې ترسره نه کړو نومونږ پوهیږو چې دا شمیرنې به ثابتې پاتې نه شي او دا حالت به همداسې پاتې نه شي".

هغه وویل چې په افغانستان کې د مخدره هوادو له منځه وړلو لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا شته دي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې میرمن سلامت عظیمي په افغانستان کې د کوکنارو د کر او اپینو د تولید د راټیټیدو عمده علت د خپل حکومت ښه پالیسي او ګډ کار او د مخدره توکو له منځه وړلو په وړاندې د افغان حکومت عزم او اراده وبلله وې ویل سږکال د تیرکال په نسبت د کوکنارو د کر اړول هم ۴۰ فیصده زیات وو.

میرمن سلامت عظیمي وویل" دغه لاس ته لاس ته راوړنې د اړوندو ادارو د کارکوونکو د نه ستړې کیدونکو هڅو له امله چې په دغه بهیر کې شامل وو لاس ته راغلي دي ".

میرمن عظیمي وویل چې د دوه زره لسم کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کوکنارو په کر او تولید کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ادارې ددغې سروې له مخې سږکال په افغانستان کې په ۱۸۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۱۴ کال کې دا اندازه ۲۲۴ زره هکتارو ته رسیدله.

همداشان سږکال د اپینوتولید ۳۳۰۰ متریک ټنو ته راکښته شوی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې ۶۴۰۰ متریک ټنه اپین تولید شوی وو.

سږکال په افغانستان کې د هغو ولایتو شمیر چې په کې کوکنار نه وو کرل شوي څوارلس وو، تیرکال په پنځلس ولایتونو کې په افغانستان کې کوکنار نه وو کرل شوي.

سږکال د تیرکال په نسبت د کابل په ګډون په اروزګان، بادغیس ، غور، بغلان، فاریاب، بلخ ، کونړ او سرپل کې د کوکنار زیات شوي وو.

د ګډې سروې له مخې سږکال بیا هم په هلمند کې د نورو ولایتونو په نسبت تر ټولو زیات کوکنار کرل شوي وو خو بیا هم په دغه ولایت کې سږکال د تیرکال په نسبت ۱۶٪ د کوکنارو کر کم شوي وو.

XS
SM
MD
LG