د لاس رسي وړ اتصالات

ناامنیو افغانستان کې د نشه‌یي توکو کراو تولید زیات کړی


تیرکال په افغانستان کې ۳۳۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو، خو سږکال دا اندازه ۴۸۰۰ ټنو ته پورته ختلې ده.
تیرکال په افغانستان کې ۳۳۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو، خو سږکال دا اندازه ۴۸۰۰ ټنو ته پورته ختلې ده.

د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کر لس فیصد او د اپینو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی دی.

د افغانستان د نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید او کرکیلې په اړه د خپلې سروې جزئیات خپاره کړل.

دا سروې ښيي چې سږکال ۴۸۰۰ ټُنه اپین په افغانستان کې تولید شوي دي.

تیر کال په دغه هیواد کې د اپینو تولید ۳۳۰۰ تنو ته رسیدلی وو.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د سروې د خپرولو پر مهال وویل، چې روان کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله په ۲۰۱۰۰۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۱۸۳۰۰۰ زره هکتاره ځمکو ته رسیدله.

آغلې عظیمي ووویل "د دغې سروې پر بنسټ ۹۳ فیصده کښت په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې شوی، یوازې په هلمند کې په ۲۰۱۶ کال کې ۸۰۲۷۳ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي".

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې وویل، سږکال د ناامنیو او د بودیجې د کموالي له امله په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې پاتې راغلل.

د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې (یو این او ډي سي) رئیس اندري اویتسیان غونډې ته وویل، چې سږکال په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو لپاره د ښې هوا په نتیجه کې د اپینو د تولید کچه ۴۳ ټُنو ته لوړ شوې دی.

که څه هم ښاغلي اویتسیان خوښي څرګنده کړه، چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت کچه ۷ فیصده راکمه شوې ده خو ویې ویل، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ناامنیو له امله د جوزجان په ګډون یو شمیر هغو ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي، چې پخوا له کوکنارو څخه پاک شوي وو.

هغه وویل "دا یوه ډیره خواشینوونکې مسله ده، چې موږ د کوکنارو په کرکیلې او تولید کې د زیاتوالي شاهدان یو، چې ښايي لامل یې هم په دې وروستیو کې په شمال کې رامنځ ته شوې او ډیریدونکې ناامني وي، چې دا په سیمه کې یوه اندیښمنوونکي مسله ګرځیدلې ده".

ښاغلي اویتسیان وویل، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو نیول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي وویل چې د روان کال په اوو میاشتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو په ټول افغانستان کې ۱۲۶۳ لوی او کوچني عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۱۴۰۸ قاچاقبران نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

جنرال احمدي وویل "په دغو قاچاقبرانو کې ۲۱۴ لوی قاچاقبران شامل دي، ۸۵ متوسط او ۱۱۰۹ کوچني قاچاقبران دي، چې په د ټول هیواد په کچه نیول شوي دي".

جنرال احمدي زیاته کړه، سږکال ۱۲ تنه نړیوال قاچاقبران چې د نړیوالې ټولنې لپاره مطلوب کسان وو هم نیول شوي دي.

د جنرال احمدي پر وینا په نیول شوو کسانو کې ۱۲ پولیس، ۵ تنه د افغان پوځ منسوبین، ۳۹ ښځې او ۴ تنه بهرني اتباع هم شامل دي.

ښاغلي احمدي وویل، چې پولیسو په دې موده کې ۲۳۷.۵ ټُنه بیلابیل ډوله نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي او همداشان په ننګرهار، بدخشان او فراه ولایتونو کې یې د هیروئینو د تولید ۳۵ فابریکې له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG