د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو د څار سازمان: ترکیه ناپیلي ژورنالستان ځپي


د بشري حقوقو د څار سازمان ترکي مقامات د هغه هیواد د جزا د قانون نه په سو استفاده تورن کړي
د بشري حقوقو د څار سازمان ترکي مقامات د هغه هیواد د جزا د قانون نه په سو استفاده تورن کړي

د بشري حقوقو د څار سازمان وایي چې ترکیه د ژورنالیستانو په ځپلو سره په هغه هیواد کې د خپلواکو رسنیو غږ چپ کړی دی.

د بشري حقوقو د څار سازمان د رپوټ په بنسټ، د ترکیې حکومت په هغه هیواد کې ژورنالیستان د ترهگریزو کړنو په گډون په "جعلي تورونو" بندیانوي.

د یو نوي رپوټ په بنسټ چې د بشري حقوقو د څار ډلې خپور کړی د ٢٠١۴ کال راهیسې د ترکیې حکومت هغه شمیر ژورنالیستان هدف گرځوي چې انتقادي رپوټونه خپروي. خو د جولای د ١٥ ناکامې کودتا وروسته په دې هیواد کې د ژورنالیستانو ځپل زیات شوي دي.

انقره، فتح الله گولِن، چې په پخپله خوښه د امریکا په متحده ایالاتو کې په تبعید کې ژوند کوي، په هغه هیواد کې د کودتا په سازمانولو تورن کړی دی.

د بشري حقوقو د څار ډله رپوټ ورکوي چې د ترکیې د حکومت له لورې د ژورنالیستانو د نیولو، گواښلو او فزیکي حملو پیښې زیاتې شوي دي. له دې سربیره د ترکیې حکومت په خپلواکو او خصوصي رسنیو په خپرونو کې لاس وهنه کوي، هغوی جریمه کوي او حتی په فعالیت یې بندیز لگوي.

د بشري حقوقو د څار سازمان د یو ترکي ژورنالیست د خولې لیکلي چې " دمخه په ترکیه کې ژورنالیستان وژل کیدل. دغه حکومت ټول ژورنالیستان وژني".

دې سازمان دغه رپوټ د اسنادو، د محکمو د مدرکونو او ٦١ ژورنالیستانو، مدافع وکیلانو او د رسنیو د آزادۍ د ملاتړو سره د مرکو په بنسټ جوړ کړی دی.

د ترکیې حکومت تر اوسه په دې هکله غبرگون نه دی ښودلی. انقره وایي چې له څو اړخه د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کوي چې په هغو کې کردي سخت دریځه، د اسلامي دولت یا داعش ډله او د فتح الله گولِن پلویان شامل دي. ښاغلی گولن چې دمخه د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د متحدینو څخه و، د ترکیې په ناکتامه کودتا کې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان ترکي مقامات د هغه هیواد د جزا د قانون نه په سو استفاده تورن کړي او وایي چې ترکي مقامات ژورنالیستان تر قانوني تعقیب لاندې نیسي.

په اروپا او مرکزي اسیا کې د بشري حقوقو د څار سازمان رئیس هیو ویلیمسن، وایي چې د ترکیې حکومت د بېړني حالت د اعلان راهیسې ١۴٨ ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي توقیف کړي دي. په دې موده کې ۱۶۹ رسنۍ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG