د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: که د سولې لپاره مې سر هم لاړ شي، حاضر یم


ولسمشر اشرف غني احمدزی (ارشیف)
ولسمشر اشرف غني احمدزی (ارشیف)

ولسمشر اشرف غني احمدزي تېره شپه په ارګ کې د سویلي څلورو ولایتونو له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د سویل څلور واړو ولایتونو په تېره یوه لسیزه کې ډېرې قربانۍ ورکړي او ګڼ شمېر مشران او دیني علماء یې وژل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي قومي مشرانو ته ویلي، چې د سولې د ټینګښت لپاره باید ټول افغانان سره یو موټی شي او اجازه دې نه ورکول کیږي، چې د افغانان وینه د پردیو په لاس تویه شي.

ښاغلي احمدزي ویلي، چې اقتصادي پرمختګ له سولې پرته ناشونی دی.

د ارګ خبرپاڼه کاږي، افغان ولسمشر پدغه کتنه کې د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان قومي مشرانو ته ویلي، له ملي یووالي پرته د افغانستان د خاورې ساتل ګران کار دی.

هغه ویلي، افغانان باید یو او بل ومني، او د اتفاق او یووالي له لارې خپل هیواد اباد کړي.

ښاغلي احمدزی په داسې حال کې د سولې د ټینګښت ویناء کوي، چې لا هم د نوي ولسمشر د سولې تګلاره نده اعلان شوې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې لپاره د سولې عالي شورا تاسیس کړې وه چې د مسائلو د شنونکو په بارو دې شورا هیڅ څرگنده لاسته راوړنه نه لرله.

په کندهار کې د سولې د عالي شورا استازی احمد فرزان وايي، د سولې عالي شورا چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې جوړه شوې وه، غیری مؤثره وه او باید پدې شورا کې اصلاحات راوستل شي.

احمد فرزان چې د مسائلو څېړونکی هم دی وايي، نوی افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی دی، د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې لازم اصلاحات رامنځته کړي او دا شورا دې نه ړنګوي، د هغه په باور دا شورا دې پیاوړي شي او د حکومت له نفوذ نه دې وویستل شي.

ښاغلی فرزان وايي، د افغانستان د سولې ټینګښت بهرنی او کورنی بعد لري، په بهرني بعد کې د پاکستان او امریکا هڅې مهمې دي.

تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز افغانستان ته راغلی وو، او دلته یې له افغان مشرانو سره وکتل، ددغه سفر موخه دا وه چې د اړیکو په نوي پاڼې وغږیږي.

د مسائلو څېړونکی ښاغلی فرزان پدې باور دی، چې په کورني بعد کې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ ته ژمن دی او د تېرو شلو ورځو ګامونه مثبت دي.

دا چې ولسمشر اشرف غني احمدزی به د سولې لپاره څنګه خپله تګلاره بیانوي، د سولې شورا په اړه به څرنګه پرېکړه کوي لا هم معلوم ندي.

XS
SM
MD
LG