د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: د هرات ښار به په یوه ترانزيتي ښار بدل کړو


جمهور رئيس احمدزي د هرات ولایت له یوشمیر مخورو سره د ويډیو کنفرانس یوه څنډه

جمهور رئيس احمدزي د هرات ولایت له یوشمیر مخورو سره د ويډیو کنفرانس یوه څنډه

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې د هرات ولایت له یوشمیر مخورو سره د یوه ويډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په هرات کې د امریکا غږ خبریال خلیل نورزی وایي چې په دغه ويډيو کنفرانس کې د فواید عامې ، عامې روغتیا، ترانسپورت او د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارتونو او د برېښنا شرکت او ځینو نورو ادارو مسوولینو د خپلو اړوندو چارو په اړه په غونډه کې حاضرو مخورو او ولایتي چارواکو ته معلومات وړاندې کړل.

په دغه ويډيو کنفرانس کې د هرات والي او مخورو جمهور رئيس ته په ټاکنو کې د هغه د بريالیتوب مبارکي وویله او د دغه ولایت په اقتصادي او تعليمي چارو کې يې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.

د هرات مخورو د هرات د نړیوال هوايي ډګر، د اورګاډي د پټلۍ، د هرات د پوهنتون، د حلقوي سړک او له مرکز سره د ولسواليو د نښلوونکو سړکونو د پروژو د پشپړېدو او دغه راز د فساد پروړاندې د جدي مبارزې او د سلما د بند د بشپړیدلوغوښتنه وکړه.

دی غونډې ته د هرات د متخصیصینو د شورا ریس محمد رفیق شهیر په خپله وینا کې د فساد په وړاندې د جمهورریس احمدزي د هڅو او اقداماتو نه ملاتړ څرکند کړ په هرات ولایت کې د اقتصادي فعالیتونو د ډیریدلو او د سلما د بند د پروزې د بشپړولو په برخه کې د مرکزي حکومت نه د کلکې پاملرنې غوښتنه وکړه چې په ځواب کې جمهورریس هم ورسره ددغې پروژې د بښپړیدلو په برخه کې د عملي اقداماتو د ترسره کیدلو وعده وشوه.

جمهور رئيس احمدزي د هرات له مخورو مننه وکړه چې خپلې غوښتنې او ستونزې يې له حکومت سره مطرح کړې او زیاته يې کړه چې د هرات ښار به په یوه ترانزيتي ښار بدل کړي.

ښاغلي احمدزي وویل" د ترانزیت مسلي ډیرې مهمې دي د ایران سره مې خبرې کړي دي له نیکه مرغه موافقه یې کړې ده چې مونږ هرڅومره ژر حلقوي سړک بشپړ کړو هغوی تاجکستان او چین ته خپل صادرات زمونږ له لارې او زموږ د لاریو په واسطه ترسره کړي".

د افغانستان جمهورریس وویل چې هیله داده چې څنګه افغاستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي.

جمهورریس احمدزي د فساد پروړاندې د جدي مبارزې په برخه کې د پخوا په څیر د هرات د مخورو او مدني ټولنې رول مهم وباله د سلما د بند جوړول یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې یاد کړل.

جمهورریس احمدزي د سلما د بند شاوخواته د غیرو مسولو وسلوالو د ډلو د شتون په باب د هرات والي ته امر وکړچې دا سیمه دې د هغوی له وجود نه پاکه کړي.

ښاغلي احمدزي وویل" د هرات والي صاحب او امنیتي چارواکو تاسو ته ځما هدایت دادي چې د سلما د بند په ساحه کې غیرې مسولې ډلې وپیژندل شي او دا پیغام ورته ورکړۍ چې یا د ناامنۍ نه لاس واخلۍ او که نه زه به هغوی لاسونه پرې کړم. دا سیاسي مسله نه بلکه امنیتي مسله ده څیړنه یې وکړۍ په اول ځل ورته اخطار ورکړۍ او په دریم ځل اقدام وکړۍ ددې لپاره چې د سلما بند هراتیانو لپاره د بیا رغونې یو سمبول دی".

جمهور رئيس احمدزي د اقتصادي چارو په وده کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او ويې ویل چې خصوصي سکټور د اقتصادي ودې په برخه کې د نوښت ظرفیت لري، نوځکه باید د اقتصادي چارو د پرمختګ په اړوند له دولت سره همکاري وکړي.

دا په تیرو دوو ورځو کې دوهم ویډیو کفنرانس دی چې جمهور ریس اشرف غني احمدزی په ولایتونو کې د قومي مشرانو او مخورو سره د هغوی په ستونزو مخامخ خبرې کوي.

د دوشنبې په ورځ هم ښاغلي احمدزي د خوست په ولایت کې د قومي مشرانو او مخورو سره د هغه ولایت په ستونزو خبرې کړی وی.

XS
SM
MD
LG