د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان د بقا له ازمایښت په بریالیتوب راوتی دی


جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ټول د جګړې بیعه پرې کوي
جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ټول د جګړې بیعه پرې کوي

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي چې د یوې اونۍ د جګړې په پیسو یوه ولسوالۍ او د یوې میاشتې په پیسو یې یو ولایت ابادیدلی شي.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په سهار د ارګ په جومات کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته خبریلانو سره په خبرو کې د افغانستان خلکو ته داختر مبارکي ورکړه، هیله یې وښوده چې افغانان به د لوی اختر ورځې شپې په خوشالې سره تیرې کړي.

همداشان جمهوررئیس غني، سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو لپاره تللو ۲۴ زره حاجیانوته د اختر مبارکي ورکړه وې ویل چې د حرم شریف په یوه څنډه باندې د کرین د پریوتو د پیښې وروسته اوس افغان حاجیان په ښه وضیعت کې دي.

جمهوررئیس غني وویل ټول افغانان د جګړې بیعه پرې کوي په ځانګړې ډول ځوانان چې د کار لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي.

جمهوررئیس غني وویل " د یوې اونۍ د جګړې په بیعه یوه ولسوالۍ ابادیدلی شي او د یوې میاشتې جګړې په بیعه یو ولایت ابادیدلی شي.

د همدې له امله به خبریالانو او شننونکو څخه مې هیله داده چې په اساسي ډول د جګړې بیعه ترسیم کړي او دا ووایي چې چا او څنګه دا بیعه زمونږ پر ستر ملت تحمیل کړې ده ".

جمهوررئیس غني وویل افغانستان جګړه نه غواړي بلکې د سیمه ایزې همکارۍ ملاتړ کوي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې سیمه ایزه همکاري مخ په پراخیدو ده.

هغه په دغه برخه کې ټاپي پروژه یاده کړه وې ویل چې ژر به په دغه پروژه کار پیل شي.

د افغانستان جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونه د کړنو ستاینه وکړه، د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونوتر څنګ ودریږي.

جمهوررئیس غني وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د اعلی قوماندان په توګه په خپلو ځواکونو ویاړي.

همداشان جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې افغانستان د خپلې بقا له ازمایښت څخه بریالی راوتلی دی.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په هکله وویل چې سوله د افغانانو غوښتنه ده.

هغه وویل چې د بل هر وخت څخه اوس د بین الافغانی سولې دټینګیدو امکانات زیات شوي دي.

جمهوررئیس وویل چې هغو کسانو چې په افغانانو یې جګړه تحمیل کړې ده باید په دي پوه شي چې د پردیو د شومو غرضونو د پلي کیدو لپاره استعمال شوي دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې په مني او ژمي کې به یې د حکومت پاملرنه اقتصادي پروګرامونه ته اوسي.

XS
SM
MD
LG