د افغانستان د اداري چارو ریاست ویلي دي چې جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د یو فرمان په ترڅ کې د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې د حکم له مخې عبدالرشيد راشد د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
جمهور رئیس احمدزي، ښاغلی راشد وروسته له هغې د سترې محکمې د سرپرست په توګه وټاکه چې د سترې محکمې پخواني سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي د پنجشنبې په ورځ خپله استعفی جمهور رئیس ته وړاندې کړه.
ښاغلي احمدزي، د ښاغلي عظیمي د استعفی د منلو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سترې محکمې د پخواني رئیس د تیرو کلونو کړنې وستایلې او هغه ته یې د غازي امان الله خان لوړ دولتي مدال ورکړ.
د ښاغلي عظیمي د درناوی لپاره په ارګ کې په جوړو شوو مراسموکې، جمهور رئیس احمدزي، د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس او د پارلمان د دواړو مجلسونو یو شمیر غړو برخه اخیستی وه.
ښاغلي احمدزي دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په لاره کې د پوهاند عظیمي خدمتونه وستایل.
ښاغلي احمدزي وویل "د ویاړ ځای دی چې په هیواد کې د قانون د حاکمیت او عدالت د پلی کولو په برخه کې د پوهاند عبدالسلام عظیمي د خدمتونو ستاینه کوم".
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ستره محکمه نهه غړي لري چې د څلورو، اوو او لسو کلونو لپاره د جمهور رئیس له خوا د نومول کیدلو وروسته د ولسي جرګې نه د باور د رایې د اخستلو په صورت کې ددغې جرګې د عالي شورا د غړو په توګه کارکوي.
جمهور رئیس ددغو غړو نه یو د سترې محکمې د رئیس په توګه ټاکي.
عبدالرشید راشد د ١٣٨٣ کال را په دیخوا د سترې محکمې د عالى شورا د غړي په توگه کار کوي او تر دې وړاندې یې د سترې محکمې د پوځي، کورني او بهرني امنيت د ديوان د رئیس په توگه په ستره محکمه کې کارکوه.
درې اویا کلن عدالرشید راشد د بغلان په ولايت کې زېږېدلى او د کابل پوهنتون د شريعاتو په پوهنځي کې د زده کړو د بشپړولو وروسته یې د امریکا د جورج واشنگټن په پوهنتون کې لوړې زده کړې دي.