د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسون نوی رئیس وټاکه


د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمیسیون د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په وخت جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ پرې موافقه شوې وه

د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمیسیون د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په وخت جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ پرې موافقه شوې وه

جمهوررئیس غني له نږدې څلورو میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړې کمیسیون لپاره نوی رئیس او دیارلس غړي وټاکل چې یو یې د ملګرو ملتونو بهرنی کارکوونکی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د یو بیان له مخې، جمهور رئیس محمد اشرف غني دا ځانګړی کمیسیون د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د سیستم د بنسټیز کیدلو، د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدلو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، د مشارکت د راجلبولو او په دولتي بنسټونو باندې د خلکو د باور پیدا کولو، د قانون د واکمنۍ او د انتخاباتي سرغړونو او تخلفاتو د مخنیوي په موخه ټاکلی دی.

د دغه فرمان له مخې د سر څیړونکي مرستیال شاه سلطان عاکفي د رئیس، صدیق الله توحیدي د مرستیال، کاوون کاکړ ، محمد علي امیري ، عبدالقدیر کریاب ،بشیر فاروق، اسدالله سعادتي ، فیض الله ذکي ، صالح محمد ریګستاني ، شاه محمود میاخیل ، صبرینا ثاقب ، داکټره عالمه ، د عدلیې وزارت استازی عبدالمجید غني زاده او د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د ارګ څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا کمیسیون به خپل فعالیتونه له دغه فرمان سره د دندو د ضمیمه شوې لایحې له مخې تنظیموي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د ټاکلو وروسته، اوس جمهوررئیس پاملرنه د پارلماني ټاکنو د نیټې په ټاکلو کار کوي.

ښاغلي هاشمي وویل " اوس چې دا ګام پورته شو بل ګام د پارلماني ټاکنو د نیټې په ټاکلو باندې کار دی چې ددې وروسته د جمهوررئیس پاملرنه دې مسلې ته ګرځیدلې ده ".

جمهوررئیس محمد اشرف غني د نوي کال په لومړیو ورځو کې امریکا ته د خپل سفر یوه ورځ وړاندې د افغانستان د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو لپاره د میرمن شکریه بارکزۍ په مشرۍ یو ځانګړې کمیسیون وټاکه چې د میرمن بارکزۍ د ریاست سره د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مخالفت له امله کمیسیون کار تراوسه وځندیده.

د ډیرو هڅو سره مو د کمیسیون د نوي رئیس د ټاکلو په باب د اجرائیه ریاست دریځ ترلاسه نه کړای شو.

XS
SM
MD
LG