د لاس رسي وړ اتصالات

غني د سلما بند د پرانیستو لپاره هرات تللی


Aurora Borealis (Cahaya Utara) tampak menerangi langit dekat kota Rovaniemi, kawasan Lapland, Finlandia.
Aurora Borealis (Cahaya Utara) tampak menerangi langit dekat kota Rovaniemi, kawasan Lapland, Finlandia.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د شنبې په ورځ د هند د صدراعظم نارندرا مودي سره يوځای د سلما د اوبو او بریښنا د بند پروژه د هرات د چشت شریف په ولسوالۍ کې پرانیځي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د جمعې ورځ له غرمې وړاندې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ له کابل څخه هرات ته ورسید.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نارندرا مودي د شنبې په ورځ د هرات ولایت چشت شریف ولسوالۍ ته لاړ شي او هلته به د سلما بند د افغان – هند د دوستۍ بند د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیځي.

هرات د جمهوررئیس غني د سفر په وخت په دغه ښار کې کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د هرات هوایي ډګر ته د رسیدلو په وخت ددغه ولایت د چارواکو او د پوهنې وزارت د زده کوونکو له خوا توود هرکلی وویل شو.

ټاکل شوې چې ده چې جمهوررئیس به په هرات کې ایسارتیا په وخت ددغه ولایت د چارواکو سربیره د مدني ټولنې، سوداګرو او د ښځو له استازو سره هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به نن شپه په هرات کې پاتې شي او بیا به هغه د هند دصدراعظم په ملګرتیا د هرات د ښار په ۱۷۰ کیلومترۍ کې د چشت شریف په ولسوالۍ کې د سلما د بند پروژې د پرانیستلو لپاره دغې ولسوالۍ ته سفر وکړي.

د سلما د بند د جوړولو کار په ۱۹۷۶ کال کې سردار محمد داودخان د واکمنۍ په مهال پیل شو، خو په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله د دغې پروژې کار نیمګړی پاتې شو.

په دغې پروژې کارد پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واکمنۍ په وخت بیا پیل شو او نږدې دوه میاشتې وړاندې د نږدې څلویښت کلونو ځنډ وروسته دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

هند په دغه پروژه ۲۹۰ میلیونه امریکایي ډالر مصرف کړي دي.

د سلما بند د هریرود د رود په اوږدو کې پروت دی چې په بشپړیدو به یې نه یوازې ۷۵ زره هکتاره وچې ځمکې ته اوبخور لپاره اوبه برابرې شي، بلکې ۴۲ میګاواټه بریښنا به هم تولید کړي.

XS
SM
MD
LG