د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری


ولسمشر محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي شورا ګډې غونډې ته وویل، پاکستان د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې نظامي عملیات نه کوي، چې مرکزونه یې په هغه هیواد کې دي.

ولسمشر غني وویل " نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي. خو له پاکستانیانو غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودریږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو او زموږ د بین‌المللي همکارانو د استخباراتي معلوماتو په اساس، او پخپله د پاکستاني مقاماتو په قول، مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې اوسي. دغه راز له پاکستانه توقع لرو چې که په خپله خاوره کې د دغو جنایتکارانو په خلاف نظامي عملیات نه کوي نو لطفا دې یې زموږ شرعي محکمو ته راوسپاري چې د خپلو عملونو سزا وویني".

ولسمشر غني وویل ، چې پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې په لیکلي توګه ژمنه کړې وه، که چېرې طالبان سیاسي لاره پریږدي او د جنګ لاره غوره کړي، د هغوی پر وړاندې به له نظامي ځواک څخه کار واخیستل شي.

د افغانستان ولسمشر دغې ګډې غونډې ته وویل زموږ خلک تمه لري چې د پاکستان له خاورې د ترهګرو ډلو د کوربه توب، تجهیز او آسانتیاوو برابرولو له کبله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور سره په ټکر کې ده، امنیت شورا،نړیوالو بنسټونو او نړیواو مدني ټولنو ته شکایت وکړو .

ولسمشر وویل " زه دا تمه په ځای ګنم هرکله که داسې بدلون و نه لیدل شي ، سیمیزې همکارۍ رامنځ ته کولو په برخه کې زمونو د هڅو سره سره به مونږ به بله چاره ونه لرو، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په ورتګ سره جدي ډیپلوماتیکو اقداماتو ته مخه وکړو، همدارنګه مونږ د مسولو نړیوالو ادارو له لارې د مجرمانو د تعقیبولو چې د افغانستان د خلکو په وینو یې لاسونه ککړ دي له افغانستان څخه بهر اقداماتو ته دوام ورکړو".

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان باید د ښه او بد ترهګر له منطق څخه تېر شي او د یو مسئول هیواد په توګه دې عمل وکړي.

د دوست او دښمن تعریف

افغان ولسمشر وویل، هغه خلک، سیاسي اپوزسیون او کوم کسان چې ځانګړی سیاسي لید لوری لري، نظامي ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن وي، د دغه هیواد دوستان وګڼل او هغه کسان چې د ځوانانو له مذهبي احساساتو نا وړه ګټه اخلي، د مخدره توکیو د مافیا ډلې دي، د افغانستان دښمنان و بلل.

ولسمشر غني وویل د خپلو دښمنانو د یادونې په وخت بهرنۍ ډلې، لکه داعش او القاعده همداشان د حقاني ډله او هغه شمیر طالبان چې د ولسمشرغني په وینا د افغانانو د وینو له بهولو ډډه نه کوي د افغانستان د خلکو د دښمنانو په ډله کې یاد کړل.

هغه د طالبانو په باب وویل چې هغوی چې افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دي د علم طالبان نه دي بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع دولت پر خلاف راپاڅیدلي باغیان او محاربان دي.

ولسمشر غني وویل "زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه چې د خپل ملت او په تیره بیا افغانستان ته متعهدو علماوو ملاتړ ورسره دی، قاطع اراده او څرګند پروګرام لري چې د حقاني او ور سره ملگرو باغیان، داعش، القاعدې او نورو خونکارو ډلو مرکزونه له خاورو سره خاورې کړي او باغیان دوزخ ته واستوي".

ولسمشر غنِي وویل زموږ د ملت دښمنانو غوښتل چې د ویرې او وحشت په خپرولو سره د افغانستان دولت مجبور کړي چې اضطراري حالت اعلام کړي، خو په دې نه پوهیدل او نه پوهیږي چې افغانان د وارخطا کیدو او مضطرب کیدلو خلک نه دي. د افغان روح اضطرار نه مني او مونږ به هیڅوخت هغه ازادۍ محدودې نه کړو چې خپل اساسي قانون راکړې دي.

XS
SM
MD
LG