د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ملا هبت الله نوم دې د ملګروملتونو د بندیزونو لست کې شامل شي


د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې پلاوی د تیرو دریو ورځو راهیسې په کابل کې افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې پلاوی د تیرو دریو ورځو راهیسې په کابل کې افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له چارواکو څخه غوښتي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده نوم دې د دغې ادارې د بندیزونو په لیست کې شامل کړي.

د ارک څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي غني دا غوښتنه په ارګ کې د ګیرارډوان بوهیمن په مشرۍ د ملګرو ملتونو د ټولنې د بندیزونو د کمېټې د پلاوي سره په کتنه کې کړې ده.

ولسمشر غني دغه پلاوي ته ویلي " موږ غواړو د ملګرو ملتونوسازمان د تعزیراتو په لست کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په ګډون د تروریستانو نومونه درج شي".

ګیرارډوان بوهیمن ولسمشر غني ته ویلي دوی غواړي د سولې بهیر او هغه بانکي او پولي سیستم په کنټرول سره چې له لارې یې تروریستان تمویلېږي، د افغانستان دولت سره مرسته وکړي.

ښاغلي بوهیمن وویل" موږ غواړو د ملګرو ملتونو ټولنې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د طالبانو د مشر ملاهیبت الله په ګډون د تروریستانو دنومونو په زیاتولو کې ستاسو نظر واخلو".

جمهوررئیس غني دغې پلاوي ته ویلي، د جرمي اقتصاد ستونزه چې له امله یې تروریستان تمویلېږي او لویه سرچینه یې نشه‌ یي توکي دي په کار ده ټول پړاوونه یې لکه کرل، تولید، قاچاق او خرڅلاوو په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې د بین المللي خبرو غوښتونکي یوو، څو له دغې لارې د تروریستانو د تمویل مخه ونیسو.

هغه وویل، د تروریستانو دویمه عایداتي سرچینه په ناقانونه توګه د کانونو استخراج دی، چې د ملي وحدت حکومت په تېرو دوو کالونو کې د دې لپاره نوي قراردادونه بند کړي، څو په دغه برخه کې د مدیریت ظرفیت رامنځته شي.

محمداشرف غني وویل دا مهال په افغانستان او سیمه کې شاوخوا ۳۰ فعالې تروریستې ډلې شته چې سیمه او نړۍ یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده، چې دغې پدیدې سره مبارزه کې یو منځمهاله سټراټيژي او پلان ته اړتیا ده.

ښاغلي غني د ځینو هېوادونو په مقابل کې چې تروریستان تجهیزوي او هغوی ته امن ځایونه ورکوي باید واضح موقف ونیول شي او په دې اړه چې څنګه تورې پیسې سپینېږي او بیا تروریستانو ته رسېږي په بېلابېلو اړخونو دېکار وشي.

جمهوررئیس غني د سولې په اړه وویل، موږ په هېواد کې پایداره سوله غواړو او په دې اړه له یوې څرګندې سټراټيژۍ سره چمتوالی لرو.

جمهوررئیس غني د حزب اسلامي سره د سولې د توافق په اړه وویل، حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې مندرجاتو ته ژمن یوو او د یادې موافقتنامې د تطبیق په برخه کې مو همکاري غواړو.

محمداشرف غني د ملګرو ملتونوسازمان د بندیزونو د کمېټې له پلاوي وغوښتل چې له ښځو، ځوانانو او مدني ټولنې استازو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG