د لاس رسي وړ اتصالات

غني: شتمن دې په روژه کې د بې وزلو لاس نیوی وکړي


جمهوررئیس غني د افغان شتمنو غوښتي دي چې د هغو پې وزلو لاس نیوی وکړي د جمهوررئیس غني په وینا د بې وزلۍ له امله ټول کال روژه وي.

جمهوررئیس غني د افغان شتمنو غوښتي دي چې د هغو پې وزلو لاس نیوی وکړي د جمهوررئیس غني په وینا د بې وزلۍ له امله ټول کال روژه وي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د روژې د میاشتې د رارسیدو په مناسبت په دغه پیغام کې افغان شتمن او سوداګر هڅولي څو د هغو بې وزلو لاس نیوی وکړي چې د بي وزلۍ له امله ټول کال روژه وي.

جمهور رئیس غني ویلي "له یاده ونه باسو چې که مونږ په کال کې یوه میاشت روژه نیسو، داسې کسان شته چې د لوږۍ او مجبورۍ له امله ټول کال په روژه کې تیروي."

ښاغلي غني ویلي چې روانه جګړه په افغانستان کې د بي وزلې د پراخیدو سبب شوې او دا ځکه چې دده په وینا هغه پیسې چې په کار وې په افغانستان کې د بي وزلې سره په مبارزه ولګول شي په جګړه په مصرف رسیږي.

جمهور رئیس غني په دغه پیغام کې پرته له دې چې د خپلو وسله والو مخالفانو نوم واخلي ویلي دي چې دې د دیني عالمانو د سولې غږ ته د لبیک ویلو په ترڅ کې چمتو دی چې د سولې په لاره کې د هر پورته کیدونکي ګام څخه هرکلی وکړي او په دې راضي نه و، چې په دی خاوره کې دې وینه تویه شي.

ښاغلي غني ویلي "یو ځل بیا په دې مبارکه میاشت کې د سولې او پخلاینې د ټینګیدلو او سوله‌ییزه فضا کې د هیواد اوسیدونکو ته په خپله ژمنه ټینګار کوم، خو هغوی چې د سولې اواز ته په جګړه ځواب ورکړي، د دې میاشتې حرمت ته پاملرنه ونه کړي د هیواد دیني عالمانو غوښتنې ته د رد ځواب ورکړي، زمونږ د ځوریدلو خلکو ژوند تریخ کړي او د مینو څخه د بې ګناه خلکو د کډه کیدو سبب شي، همدارنګه د درد لیدلو میندو او یتیمانو د خیرو نه نه شي بچ کیدلی اوهم به زمونږ د سرتیرو او فداکارو افسرانو د قهر څخه چې بغاوتګرو او جګړه مارو ته د سزا لپاره بشپړ چمتوالی لري تیښته و نه شي کړلی".

جمهور رئیس غني په خپل دغه پیغام کې په جګړه کې د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو کارکوونکو ته د بسپنې د یو صندوق د جوړولو خبر هم ورکړی او ویلي چې دا صندوق به د روژې په میاشت کې د ۹۰ میلیونو افغانیو په پانګه په کار پیل وکړي.

د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان دیني عالمانو سرتاسري شورا د افغانستان په جګړه کې له ښکیلو اړخونو څخه د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې وه، چې طالبانو د دغې شورا دا غوښتنه رد کړې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې د دغې ډلې د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوې ویلي، چې افغانستان لاهم د بهرنیو ځواکونو تر اشغال لاندې دی او د هغه په وینا د دوی "مجاهدین به په روژه کې جهاد نه دروي بلکې لا به هم قوت او پراختیا ورکوي."

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا یو غړي مولوي محمد شفیع امریکا غږ ته وویل چې دیني عالمانو د خپل دیني مکلفیت له مخې د ښکیلو خواو څخه دا غوښتنه کړې ده.

مولوي شفیع وویل "د دې لپاره چې د روژې میاشت د عباداتو میاشت ده او د حرمت میاشت ده په دې کې ټول مسلمانان الله ته رجوع وکړي، دغو اصولو ته په پاملرنې مونږ له جانبینو څخه دا خواهش کړی دی چې باید په دغه میاشت کې د تشنج، خون ریزي او مخالفتونو څخه لاس واخلي او اوربند وکړي نو دا به د ټول ملت په ګټه وي".

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا په څیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازي نیکولس هیسم هم د روژې په مناسبت په یو پیغام کې په افغانستان کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو دغې میاشتې ته د درناوي غږ کړی او ورڅخه یې غوښتني دي چې خلک پریږدي، چې د سولې په فضا کې خپل عبادت ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG