د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: جنرال غوري زما د باور وړ پوځي وو


جنرال غوري د تیرې سه شنبې ورځې په مازیګر د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هلیکوپتر د پریوتو په پیښه ووژل شو
جنرال غوري د تیرې سه شنبې ورځې په مازیګر د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هلیکوپتر د پریوتو په پیښه ووژل شو

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د جنرال محي‌الدین غوري د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ولایت تللی دی.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هرات ته په رسیدلو سره د ۲۰۷ ظفر قول اردو روغتون ته ولاړ او د جنرال محي‌الدین غوري او د ملي اردو د یو افسر، چې تیره سې‌شنبې د هلیکوپټرې د لویدلو پېښه کې ووژل شول، د کورنیو له غړو سره خواخوږي څرګنده کړه.

وروسته له هغې د افغانستان ولسمشر د جنرال غوري تابوت په خپلو اوږو تر ټاکلي ځای پورې ولیږدوه.

ولسمشر غني جنرال محي‌الدین غوري د خپل د باور وړ پوځي وباله او هغه ته یې د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه.

ښاغلي غني وویل، چې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه به د افغان ځواکونو د قُربانیانو کورنیو ته جدي پام وکړي.

افغان ولسمشر وویل "زموږ د کور جوړونې هغه لویې پروژې چې تر کار لاندې دي، بیا هم تکراروم چې په لومړي ګام کې د 'شهیدانو' کورنیو ته ځانګړي شوي دي".

د جنرال غوري، د جنازې مراسمو لپاره په هرات ولایت کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت عمومي رئیس، د ولسي جرګې یو شمیر غړي، د هرات او فراه والیان او د هرات یو شمیر اوسیدونکي ګډون لري.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان جنرال محي‌الدین غوري د سې‌شنبې په ورځ د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د مورچاق په سیمه کې د هلیکوپټرې د لویدو پېښه کې ووژل شو.

په دې پیښه کې د بادغیس ولایت د ملي امنیت رئیس، د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر او د هلیکوپټر د پیلوټ په ګډون لس تنه نور ټپیان شول.

د هلیکوپټر پیلوټ یوه ورځ وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

جنرال محي‌الدین غوري‌ په مختلفو ولایتونو لکه هلمند، کندز، فراه، غور، بادغیس او هرات کې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د جګړې رهبري کړې وه.

جنرال محي‌الدین غوري وروسته له هغې د ظفر ۲۰۷ قول اردو قوماندان وټاکل شو، چې د دغې قول اردو پخواني قوماندان تاج محمد جاهد د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیل کړه.

XS
SM
MD
LG