د لاس رسي وړ اتصالات

آی اس آی سره د تفاهم لیک په هکله د غني مشورې


د غونډې یو شمیر ګډونوال وایي برخه والو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د تفاهم لیک په مسوده کې دې بدلون راوستل شي.

د غونډې یو شمیر ګډونوال وایي برخه والو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د تفاهم لیک په مسوده کې دې بدلون راوستل شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ارګ کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو د اداروترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک په سر د مشورتي غونډې یو شمیر برخه وال وایي، جمهوررئیس ورته ویلي چې د دغه تفاهم لیک مسوده وروستۍ نه ده.

جمهور رئیس غني له دیني علماو، جهادي او بانفوذه مشرانو سره د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکاریود مسودې د لاسیک په باب مشورې کړي دي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ له دیني علماو، جهادي او بانفوذه مشرانو سره دا مشورې وروسته له هغې وکړی چې افغان او نړیوالو رسنیو د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د همکاریو په باب د دواړو هیوادونو د استخباراتو د ادارو ترمنځ د یو تفاهم لیک د لاسلیکولو وروسته د افغانستان د پارلمان په دننه او بهر د دغه تفاهم لیک په باب سخت غبرګونونه وښودل.

د همدې غبرګونونو په لړ کې د افغانستان پارلمان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت رئیس جنرال رحمت الله نبیل د راتلونکې یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د توصیخاتو لپاره ورغوښتي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر له‌خوا په یو خپور شوي بیان کې د افغانستان د دیني علماو، جهادي او بانفوذه مشرانوسره د پنجشنبې د ورځې د سلامشورو په برخه کې کومه ځانکړې مسله نه ده یاده کړې خو ویلي دي چې جمهور رئیس غني د افغانستان د روانو سیاسي او ټولنیز و حالاتو په اړه د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.

دا بیان وایي چې غونډې ته بلل شوو مشرانو او دیني علماو هم په دې اړه جمهور رئیس غني ته وړاندیزونه ورکړل.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم برخه لرله.

د تفاهم لیک په مسوده کې د اصلاح غوښتنه

د غونډې یو شمیر ګډونوالو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د غونډې برخه والو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د تفاهم لیک په مسوده کې دې بدلون راوستل شي.

د غونډې دغه ګډون کوونکي وایي، په غونډه کې یو مسله چې پرې ډیر ټینګار وشو هغه د لاسلیک شوې مسودې په متن کې د جدایي طلبانو په خلاف د ګډې مبارزې د اصطلاح څخه د کار اخیستلو مسله وه.

برخه والو جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ته وویل چې حتی د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال هم د خپل هیواد تجزئیه نه غواړي نو په کار نه دي چې دا اصطلاح دې په متن کې وکارول شي.

قاضي محمد امین وقاد چې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې په ارګ کې برخه لرله امریکا غږ ته وویل چې جمهوررئیس هم د مسودې په متن کې د بدلون راوستلو سره مخالف نه وو.

ښاغلي وقاد وویل "جمهور رئیس وویل چې مونږ نظریات اخلو په متن کې اصلاحات راځي، دا توافقنامه نه ده دا یو تفاهم لیک دی".

تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا ای ایس ای ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک متن خپور شوی نه دی.

ځینو رسنیو د دغه تفاهم لیک د متن په باب بیلابیل رپوټونه ورکړي دي.

د ملي امنیت شورا

خو د افغانستان د ملي امنیت د شورا د رسنيو او فرهنګي چارو په برخه کې د ملي امنيت د شورا سلاکار نجيب الله منلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوشمیر رسنیو د مدیرانو سره په خبرو کې هغوی ته ویلي، چې له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو تفاهم ليک تر اوسه نه دی لاسليک شوی.

ښاغلي منلي ویلي، چې یوازې د سند تخنيکي ارزونه بشپړه شوې ده.

ښاغلي منلي د رسنیو دغو مدیرانو ته ویلي چې د تفاهم ليک مسوده معمولآ د مربوطه ادارو له لوري لاسليک کېږي چې بیا وروسته دواړه هيوادونه يې ارزوې چې د افغانستان د ملي امنیت د رسنیو او فرهنګي چارو د دغه سلاکار په وینا دا تفاهم ليک هغه وخت د اعتبار وړ دی چې دواړه هېوادونه پرې سياسي موافقه وکړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتي ادارو مرستيالانو په وروستيو ورځوکې د دغه تفاهم ليک مسوده لاسليک کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د دې اونۍ په سر کې خبریالانو ته د لاسلیک شوې مسودې په باب د معلوماتو په وخت وویل چې دا تفاهم لیک د ګډو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره لاسلیک شوی دی.

د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل چې پدغه تفاهم لیک کې دښمن په څرګنده توګه تعریف او هم د استثنا پرته ټولې تروریستي ډلې د دښمن په توګه ګڼل شوي دي.

صدیقي وویل ‪"د یوه بل ټکي په تړاوو چې په رسنیو کې راغلي، چې ارتباطي افسران به د یوې ادارې په بلې کې وي، ددې اساسي هدف دا وو، چې کله که فورې تهدیدات وي، نو ددغو تهدیداتو په چټکۍ او په موقع د همغږۍ لپاره به د یوه ارګان ارتباطي افسر په بل ارګان کې وي".

د تفاهم لیک په وړاندې غبرګون

د افغانستان د پارلمان سربیره د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، جمعه خان همدرد په مشرۍد حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست دوو پخوانیو رئیسانو د دغه تفاهم لیک لاسلیکول غندلي او افغان حکومت ته یې ددغه تفاهم لیک د ژر لغوه کیدو مشورې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG