د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د کمیسیونونو د غوراوي کمېټې د کار د پيل لپاره نیټه وټاکل شوه


غوراوي کمیتې دمخه هم ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره کارکړی وو،خو د افغان پارلمان له خوا د جمهوررئیس د فرمان له رد وروسته یې کار وځنډیده.
غوراوي کمیتې دمخه هم ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره کارکړی وو،خو د افغان پارلمان له خوا د جمهوررئیس د فرمان له رد وروسته یې کار وځنډیده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د ټاکنې لپاره د غوراوي د کمېټې د کار د پیلولو زماني موده ټاکلې او د چارو له ادارې یې غوښتي چې ژر دې د غوراوي کمېټې د کار پيل ته لاره پرانیځي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته وویل ښايي نن ماښام یا سبا ته د غوراوي کمیټه بشپړه شي او په خپل کار پيل وکړي.

شاه حسین مرتضوي وویل "له دوو کلونو بحثونو وروسته د ټاکنو قانون توشیح شو، په ارګ کې نن د ولسمشر په مشرۍ ناسته وشوه. هلته هدایات صادر شول چې د غوراوي کمېټه ژر په کار پیل وکړي. د غوراوي د کمېټې غړي چې باید د سترې محکمې، بشري حقونو له کمیسیون، په اساسي قانون د څار له کمیسیون، د هغو مدني ټولنو چې د ټاکنو په تړاوو فعالیتونه کوي او د ښځو استازي به پکې غړیتوب ولري".

شاه حسین مرتضوي وویل چې د غوراوي کمېټه به د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره نوي غړي وټاکي، د ټاکنو د کمیسیونونو نوي غړي به د راتلوونکو ټاکنو لپاره مهالویش وټاکي.

هغه وویل لا له وړاندې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب لپاره کاندیدانو خپلې بیوګرافۍ د چارو ادارې ته سپارلې وې. هغه وویل د غوراوي کمېټې لپاره دارالانشاء هم جوړه شوې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل چې نن په ارګ کې په ناسته کې د راتلوونکو ټاکنو د امنیت او ماليي سرچینو په تړاوو هم بحث شوی دی.

هغه وویل حکومت یو لړ ماليي امکانات ټاکنو ته برابروي خو پاتې ماليي لګښتونه به یې نړیواله ټولنه ورکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل" کله نا کله به دا بحث کېده چې د ټاکنو بهیر له کړکیچ سره مخ دی، مونږ اوس دا دی عملا په ټاکنیزو اصلاحاتو لاس پورې کړ".

په ارګ کې چې کومه غونډه د ولسمشر په مشرۍ شوې هلته د عدلیې وزیر ویلي، چې همدا اوونۍ به د ټاکنو قانون په رسمي جریده کې هم خپور شي

XS
SM
MD
LG