د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پر ترانسپورټ پانګونه د سیمې وضعیت ته بدلون ورکوي


د افغانستان ولسمشر 'د تلپاتې ترانسپورټ نړيوال کنفرانس' کې د ګډون لپاره عشق‌آباد ته تللی دی.
د افغانستان ولسمشر 'د تلپاتې ترانسپورټ نړيوال کنفرانس' کې د ګډون لپاره عشق‌آباد ته تللی دی.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ په ترکمنستان کې 'د تلپاتې ترانسپورټ نړيوال کنفرانس' ته په وینا کې وویل، افغانستان په سیمه کې د یوې مهمې ترانسپورټي څلورلارې په توګه د سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني چې پرون ماښام د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ 'د تلپاتې ترانسپورټ نړيوال کنفرانس' کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمینې عشق‌آباد ته تللی، نن یې په دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر نږدې اړیکو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل، افغانستان د یوې مهمې ترانسپورټې څلورلارې په توګه چین، پاکستان او ایران د سړکونو او اوسپنې پټلیو له لارې له مرکزي آسیا سره نښلولی شي.

ولسمشر غني وویل "پر ترانسپورټ باندې زموږ پانګونه، د تاوتریخوالي سیمه د همکاریو په سیمه بدلوي، په دې برخه کې افغانستان مهم رول لري".

ولسمشر غني دغه راز، له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د ګازو د لیږدولو پروژې ته په اشارې وویل، د دغې پروژې په عملي کیدو سره به لسګونه میلیون کسان هوسا ژوند پیدا کړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان ولسمشر او ورسره مل پلاوی د 'اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او آقینه (افغانستان)' د اوسپنې پټلۍ په پرانیستې مراسمو کې، چې د ترکمنستان په ترکمن آباد ښار کې جوړيږي، هم ګډون وکړي.

په همدې توګه ولسمشر غني به د دغه سفر په څنډه کې د ترکمنستان او ګرجستان ولسمشرانو سره په جلا کتنو کې، د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG