د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرغني د ملي شورا ساتونکي ته کور ورکړ


ولسمشر غني په یوه غونډه کې په ملي شوراباندې د برید د مخنیوي د هڅو د ستاینې لپاره عیسی خان ته یو کور ډالۍ کړ

ولسمشر غني په یوه غونډه کې په ملي شوراباندې د برید د مخنیوي د هڅو د ستاینې لپاره عیسی خان ته یو کور ډالۍ کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په پارلمان د تېرې ورځې د برید د شپږو ترهګرو وژونکي بریدمل عیسی خان ته د یوه اپارتمان کیله ورکړه.

ولسمشر غني ددې ترڅنګ چې لوړ پوړي چارواکي د اجرائیه رئيس په ګډون حاضر ول، د برید مل عیسی خان د تېرې ورځې زړورتیا وستایله.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې بریدمل عیسی خان ارګ ته ورغوښتی وو.

ولسمشر غني، بریدمل عیسی خان د ولسي جرګې په پرونۍ پېښه کې د ولسي جرګې ژغورونکی بللی دی او ویلي یې دي چې له یوې غمیزې یې مخه نېولې ده.

د ملي اردو عسکر عیسی خان چې د لغمان اوسېدونکی دی، تېره ورځ په ولسي جرګې د ډله ایز برید شپږ حمله کوونکي په خپله وژلي دي، هغه رسنیو ته ویلي چې ده یو په يو شپږ واړه حمله کوونکي پخوا تر دې چې ولسي جرګې ته ننوزي وژلي دي.

نن ولسي جرګې په یوې فوق العاده غونډه کې هم د عیسی خان د تېرې ورځې د د زړه ورتیا ستاینه وکړه، ځینو وکیلانو خو ان عیسی خان ته د نغدي مرستو یاده هم وکړه.

خو بل لورته ځینو وکیلانو بیا ویل چې د عیسی خان هویت باید نه وای په ډاګه شوی، ځکه په ويناء یې وسله وال مخالفین نه چې کور یې په نښه کړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېلې وویل‪"‬ ددغه برید مخه څلور کسانو ونېوله او د ټولو درناوی باید وشي، د هغه هویت باید نه وای په ډاګه شوی، دښمن ذلیل دی، نه چې کور یې په نښه کړي.‪"‬

توند غبرګون


د ولسي جرګې غړو ادعاء کوله چې په پارلمان د تېرې ورځې برید د پاکستان د ای ایس ای او د ملي امنیت د تفاهم لیک سره د مخالفت په انتقام کې شوی دی.

د ولسي جرګې غړو د ملي یووالي د حکومت په مشرانو نېوکه کوله چې دوی له پاکستان سره په روابطو ولې افغانان ته روښانه ځواب نه وايي.

د ولسي جرګې غړي داود کلکاني وویل ‪"‬د پردې ترشاه څه روان دي، ولې خلکو ته نه روښانه کیږي.‪"‬

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د رئیس د استیضاح غوښتنه هم کوله.

دوی ویل چې د پارلمان د امنیت په ساتلو کې کم راغلي.


د پارلمان پدغه فوق العاده غونډه کې د پارلمان غړو د افغانستان له امنیتي او کشفي ارګانونو په پارلمان د تېرې ورځې د برید تفصیل وغوښت او له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې دا برید څنګه او چېرې پلان شوی دی.

د پارلمان رئيس عبدالروف ابراهیمي وویل یوه کمېټه به جوړه کړي ترڅو د ملي یووالي حکومت ته په مهمو مسائلو کې د ضرب العجل په وړاندې کولو سره طرحه وړاندې کړي.


د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل ‪"‬له اړوندو کمیسیونونو به پلاوی و ټاکو، ترڅو پدې قضیه کې جدا پلټنه وکړي، ترڅو د هغې په رڼا کې پرېکړه وکړو.‪"‬

د ولسي جرګې غړو د پارلمان مشر عبدالروف ابراهیمي ته لونګۍ هم په سر کړه، چې تېره ورځ یې په اضطراري حالت کې د مجلس کنټرول وکړ.

ددې ترڅنګ د ملي دفاع وزارت ته نوماند د پارلمان د نننۍ اجنډا نه وویستل شو او سبانۍ غونډې ته یې وباله.

XS
SM
MD
LG