د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: پکتیا باید په ۴کالو کې اساسي تغیر وکړي


په پکتیا کې د قومي مشرانو او مخورو سره د جمهوررئیس غني غونډې ته خبریالان نه وو بلل شوي
په پکتیا کې د قومي مشرانو او مخورو سره د جمهوررئیس غني غونډې ته خبریالان نه وو بلل شوي

جمهور رئيس غني نن له غرمې مخکې د پکتيا ولایت مرکز ګردیز ته سفر وکړ او هلته يې د دغه ولايت له چارواکو، د ولايتي شورا غړو، يو شمېر قومي مشرانو او مدني ټولنې دفعالانو سره په غونډه کې د دغه ولایت په امنیتي مسلو خبرې وکړي.

که څه هم په پکتيا ولایت کې د جمهور رئيس اشرف غني دغې غونډې ته خبریالان نه وو بلل ش،ي، خو د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل امریکا غږ ته وویل جمهوررئیس غني پر ولايتي چارواکو سربېره يې له يو شمېر ولسي مشرانو سره هم د ۲۰۳ تندر قول اردو په قوماندانۍ کې ليده کاته کړي دي.

نقيب احمد اتل وویل چې جمهوررئیس غني، په دغه غونډه کې د قومي مشرانو سره په امنيتي مسايلو سربېره د پکتيا د خلکو غوښتنې هم واورېدلې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني د قومي مشرانو او د مدني ټولنې د استازو د وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، زموږ او د ولس ګډه او اساسي غوښتنه سوله ده، کوښښ مو دادی چې خپلې دغې غوښتنې ته ځانونه ورسوو.

جمهوررئیس غني وویل "په دې برخه کې مو دریځ روښانه دی. ستاسوغوښتنې برحقه دي، کابل ته راشئ ، هلته به ټول اړوند وزیران درته راوغواړم، چې د خپلو امکاناتو په رڼا کې له تاسو سره د زیربنایي چارو په برخه کې عملي مرستې وکړي".

جمهوررئیس غني وویل، د ۱۲۰ زره بهرنیوعسکر له وتلو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولي او ستاسو ولسونو د همغږي او ګډون له برکته د نا امنۍ پېښې مهار او د دښمن ټولې توطیې شنډې شوې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو باب وویل چې له طالبانو سره سوله هم اراده غواړي، هم عزم غواړي او هم اوږده لاره ده. په دې لاره کې به په عزم او حوصله کار کوو. د همدې لپاره مې په لومړیو اتو میاشتو کې د نړۍ او سیمې اجماع رامنځته کړه.

جمهور رئیس غني وویل، د سرکونو، بندونو او نورو تعمیراتي چارو ترسره کول وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، د اوبو او برېښنا وزارت سږ کال د بندونو د جوړولو ظرفیت نه لري، غواړم یو ځل وزارت په پښو ودروم او بیا تاسو ته کار وکړي. ټول کارونه په یوه ورځ نه کېږي ځینې شیان وخت، ځینې اراده او ځینې امکانات غواړي،مګر په څلورو کالو کې باید پکتیا اساسي تغیر وکړي.

ددې غونډې وړاندې جمهوررئیس محمد اشرف غني د د ۲۰۳ تندر قول اردو منسوبینو سره په خبرو کې وویل، نن په دې ویاړم چې ستاسو غوندې وطن دوسته او مېړني سرتېري لرم او ستاسوپه منځ کې یم.

جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه، اتلولي او مېړانه وستایله او وې ویل، ولس په عامه، دولت او زه په خاصه توګه ستاسو پوروړي یوو.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو دوژل شوو په حق کې دعا وکړه او زیاته یې کړه، د دوی اکرامیه مې دوه چنده زیاته کړه او د دوی له کورنیو او اولادونو سره د مرستې په موخه مې د بسپنې یو صندوق جوړ کړ.

جمهور رئیس ډاډ ورکړ، چې په حکومت کې د تغیر او اصلاحاتو د راوړلو تر څنګ، د افغانستان امنیتي او دفاعي نظام کې هم اساسي اصلاحات راولو، تر څو تاسو هر یو په مسلکي لحاظ ترفیع وکړئ. نوموړي وویل، دغریب زوی دې ډاډه وي، چې په تدریجي او اصولي توګه د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز کېږي.

د پکتيا د والي وياند امريکاغږ ته وويل، چې بيا هم جمهور رئيس د مچلغو د بند، د ګردېز-غزني سړک او ځينو نورو پروژو، چې کارونه يې په ټپه ولاړ دي، د جوړولو د بيا پيل ژمنه وکړه.

د پکتيا د ولايتي شورا يو تن غړي سخي جان وفايار امريکاغږ ته وويل، چې دوی د ولسوالیو د لویو لارو، د هوایي ډګر، صنعتي پارک، حلقوي سړک، څلورسوه بستریز روغتون او ځينې نورې غوښتنې په ليکلي ډول اشرف غني ته ورکړې.

XS
SM
MD
LG