د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د بامیان – دره‌ صوف د سړک جوړولو کار پرانیست


افغان ولسمشر نن سهار د یو دولتي پلاوي په مشرۍ بامیان ته لاړ
افغان ولسمشر نن سهار د یو دولتي پلاوي په مشرۍ بامیان ته لاړ

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بامیان ته لاړ او د بامیان – دره صوب د سړک د جوړولو کار یې د مراسمو په ترڅ کې پرانست.

ښاغلي غني د دغه سړک د پرانیستلو پر مهال وویل، چې د افغانستان حکومت د دغه هیواد متوازن انکشاف ته ژمن دی.

ولسمشر غني وویل "دا ملي پروژه د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ده او د افغانستان خلک لکه څنګه چې د سلما د بند د پرانیستلو پر مهال خوشحاله وو، اوس هم باید خوشحالي وکړي."

دغه سړک چې له شمال څخه د جنوب پر دهلیز شهرت لري نن یې د دویمې برخې د جوړولو کار پیل شو.

د بامیان – دره صوف سړک چې د افغانستان مرکزي برخه د دغه ولایت له شمال سره نښلوي، ۱۷۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د آسیا پراختیايي بانک د ۲۰۴ میلیونو ډالرو په لګښت جوړیږي.

ولسمشر غني د بامیان ولایت له اوسیدونکو سره ژمنه وکړه، چې دغه ولایت ته د بریښنا رسونې پر سر به هم ډیر ژر کار پیل شي.

د بامیان اوسیدونکي وايي، چې د دغه سړک جوړیدل د سمنګان او بامیان د خلکو په اقتصادي وضعیت کې د ښه بدلون لامل ګرځیدلی شي.

د افغانستان د فوایدعامې وزارت وايي، په روان لمریز کال کې به د دغه هیواد له ختیځ څخه د لودیځ په لور د ۵۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو په اړه هم لومړنۍ څیړنې ترسره شي.

دغه سړک د ختیځ او لودیځ دهلیز په نوم شهرت لري، چې د افغانستان له لویدیځ څخه تر کندهار ولایت پورې غځول کیږي.

د دغه سړک د جوړولو چارې به د چین د یو دولتي شرکت له خوا په یو نیم کال کې بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG