د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني په کابل کې د ملي صنایعو نندارتون پرانست


د ملي صنایعو پدغه درې ورځني جشن کې د شلو صنعتي سکټورونو نه د ۱۱۲ کمپینو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ملي صنایعو پدغه درې ورځني جشن کې د شلو صنعتي سکټورونو نه د ۱۱۲ کمپینو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د کورني تولیداتو د هڅونې په موخه نن په کابل کې د درېیو ورځو لپاره د ملي صنایعو نندارتون چې پکې تر سلو زیاتو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ايښي پرانستل شو.

د ملي صنایعو د نندارتون پرانستې ته ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی و او د لویې جرګې په خیمه کې ددغه جشن د پرانستې په مهال یې له تولیدونکو او صنعتکارانو سره ژمنه کړې چې پراته خنډونه به یې لرې کوي او ستونزې به یې اواروي.

که څه هم تمه وه، چې ولسمشر غني د صنعتکارانو یوې غونډې ته هم وینا وکړي ولې دغه وینا یې ونه کړه خو له صنعتکارانو سره یې ژمنه کړې، چې د جمعې په ورځ به یې د ستونزو د اواري لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت سرپرست مزمل شینواري وویل چې سل صنعتکاران به له ولسمشر سره ګوري، ستونزې به ورته مطرح کوي او اړونده ادارې به د صنعتکارانو ستونزې اواروي.

ښاغلي شینواري خبریالانو ته وویل د صنعتکارانو په وړاندې لوی خنډ د تعرفو په تړاوو دی.

د ملي صنایعو پدغه درې ورځني جشن کې د شلو صنعتي سکټورونو نه د ۱۱۲ کمپینو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د پانګونې نه د ملاتړ اداره ایسا مرستیال محمد ابراهیم شمس وویل له دغه جشن یې هدف دا دی ترڅو صنعتکاران وهڅول شي، ترڅو پانګونې وکړي او تولیدات زیات کړي.

بل لورته د افغانستان د پانګونې د ملاتړ د ادارې یا ایسا مشر وفي الله افتخار استعفی ورکړې او استعفی یې هم د ولسمشر غني لخوا منظور شوې ده.

معلومه نده چې د وفي الله افتخار د استعفی لامل څه وو.

پدغه غونډه کې ځینو صنعتکارانو ویل چې له ولسمشر غني ګیله من دي، چې ولې یې نننۍ غونډې ته وینا ونه کړه او د صنعتکارانو د ستونزو د حل په هکله یې و نه ویل.

یوه پانګوالو ضيا الرحمن وویل ولسمشر باید د صنعتکارانو ستونزې همدا نن اورېدلې وای.

د ایسا اداره، هر کال د صنعتکارانو د تولیداتو لپاره جشن جوړوي او وايي چې له دې لارې کورنيو تولیداتو ته خلک پام کوي

XS
SM
MD
LG