د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: ولس په پنځه کلنو کاري پلانونو باور نه کوي


ولسمشر غني ‪"‬کومې ژمنې چې مونږ کړې وې، په راتلوونکو سلو ورځو کې به یې تطبیق کوو.‪"‬
ولسمشر غني ‪"‬کومې ژمنې چې مونږ کړې وې، په راتلوونکو سلو ورځو کې به یې تطبیق کوو.‪"‬

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ولس په پنځو کلونو کاري پلانونو باور نه لري، نو د خلکو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره لنډ مهاله کاري پلانونو ته اړتیا ده.

ولسمشر غني نن په رسمي ډول د کابینې د وزارتونو د سل ورځني کاري پلانونو د بهیر پیل وکړ او هر وزارت اړ دی، چې خپل ترتیب کړي سل ورځني کاري پلانونه به له خلکو سره شریکوي او په سلو ورځو کې به یې تطبیق کوي.

ولسمشر غني نن شنبه په ارګ کې د حج او اوقافو د وزارت د کاري پلانونو د پیلولو په مهال وویل چې د هرو سلو ورځو کاري پلانونو د پای ته رسېدو وروسته ارزونه کیږي او بیا نور د سل ورځني کارونو پلانونه طرحه او تطبیق کیږي.

په ورته وخت کې ولسمشر وویل چې په راتلوونکو سلو ورځو کې به د عدليي او قضائي ارګانونو د اصلاح لپاره ترتیبات نیسي او د عدليي ارګانونو د اصلاحاتو ترتیبات به بشپړه وي.

ولسمشر غني وویل ‪"‬کومې ژمنې چې مونږ کړې وې، په راتلوونکو سلو ورځو کې به یې تطبیق کوو.‪"‬

بل لورته د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل چې د سلو ورځو لپاره یې په پنځو پروګرامونو کار کړی.

د حج او اوقافو وزیر وویل د علماوو لپاره یې اووه سوه اضافي بستونه ایجاد کړي او څلور زره او څلور د علماوو اجیر بستونه له اجیرۍ ویستي دي او د رسمي مامورینو په بستونو یې اړولي دي.

نوموړي وویل د حج پروسې ته ترتیبات لري، او د ارشاداتو په برخه کې به مشخصا د ملي امنیتي ځواکونو د مورال د لوړولو لپاره تبلیغات کوي.

د حج او اوقافو وزیر وویل په افغانستان کې د مسجدونو کره شمېره نده معلومه، هغه وویل ‪"‬د مسجدونو احصائیه پیلوو او ډاټابیس به ورته جوړوو.‪"‬

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هر وزارت به خپل کاري پلانونه شریکوي او په راتلوونکو سلو ورځو کې به خپل کاري پلانونه تطبیق کوي.

د کابینې ټولو وزارتونو په تېرو دوو اوونیو کې خپل سل ورځني کاري پلانونه طرحه کړي دي او هره ورځ به هر وزارت خپل کارونو د رسنیو له لارې خلکو سره شریکوي

XS
SM
MD
LG