د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته لاړ


جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته د روانیدولو وړاندې د ملي یووالي د حکومت د کابینې د نوماندو وزیرانو د نومونو لست اعلان کړ
جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته د روانیدولو وړاندې د ملي یووالي د حکومت د کابینې د نوماندو وزیرانو د نومونو لست اعلان کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له صدراعظم او د دوبۍ له امیر والا حضرت شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او د دغه هېواد له وليعهد او د ابوظبۍ له امیر والا حضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په جلا جلا ډول وګوري او له هغوی سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په باب بحث او خبرې وکړي.

د ارګ نه خپور شوی دا بیان وایي چې همدا راز د افغانستان جمهور رئیس به د دغه سفر په لړ کې د متحده عربي اماراتو له یو شمېر سوداګرو، پانګه والو او په دغه هېواد کې له میشتو افغانانو سره هم وګوري.

له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د ملي اقتصاد په چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د جمهور رئیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د بهرنیو چارو او د مالیې وزارتونو سرپرستان او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.

د نوماندو وزیرانو د نومونو اعلان

جمهوررئیس محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته د روانیدولو لږ مخکې د ملي یووالي د حکومت د کابینې د نوماندو وزیرانو د نومونو لست اعلان کړ.

د نومونو په دغه لست کې په تیرو څه د پاڅه دریو لسیزو کې د افغنستان په سیاسي ډګر کې د دخیلو ډلو او ګوندونو په کم او یا زیات شمیر پلویانو او غړو ته ځای ورکړی دی.

همداشان په اعلان شوي لست کې د ښځو چارو، لوړو زده کړو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته درې ښځې هم نومول شوي دي.

جمهوررئیس غني د افغانستان بانک لپاره یو نوی چارواکی غوره کړی خو جنرال رحمت الله نبیل چې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په حکومت کې یې هم د افغانستان د ملي امنیت د رئیس په توګه کار کړی یو ځل بیا د دغه ریاست لپاره نومولی دی.

که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ملکي استازي د نوې کابینې اعلان ستاینه کړې ده خو د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې دوی به وګوري چې دا وزیران د ملي یووالي د حکومت له خوا دوی سره کړې وعدې پوره کوي او که نه.

د کابل د ښار یو اوسیدونکی احمد ضیا وایي چې د وخت نه دمخه ده چې د کابینې په اعلان څه ووایي.

ښاغلي احمد ضیا وویل؛ که چیري د علم ،تجربې ،پوهې او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې دا کسان غوره شوي اوسي نو د وزارتونو چارې به پر مخ بوځي، خو که که د قوم، ژبي او سیمې له مخې ټاکل شوي وي نو کابینه به دوام و نه کړي؛.

د افغان میرمنو د مدني ټولنې یوه فعاله میرمن حمیده وردک وایي چې په کابینه کې د ځوانانو او ښځو ونډه هغومره نه ده چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو یې خلکو سره وعدې کړې وې.

میرمن حمیده وردک وویل؛ دلته د ځوانانو او په ځانګړې ډول د ښځو ونډه کمه ده، مونږ د کرزي په حکومت کې هم درې ښځې وزیرانې درلودلې، په دې برخه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی؛.

خو یو شمیر نور ښاریان بیا وایي چې دوی په دې خوشاله دي چې د نږدې درې نیمو میاشتو انتظار وروسته بالاخره د ملي یووالي مشران د کابینې په جوړیدلو بریالي شول.

که څه هم چې تراوسه په ولسي جرګه کې د باور د رایې د اخیستلو لپاره د دغو وزیرانو د حاضریدلو لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې خو د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي نن دغې جرګې ته وویل چې کیدای شي نوماند وزیران د شنبې په ورځ د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ورشي.

XS
SM
MD
LG