د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني ترکمنستان ته لاړ


 جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له جمهور رئیس محمدوف او د دغه هیواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له جمهور رئیس محمدوف او د دغه هیواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي، جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته لاړ.

د ارګ نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به ترکمنستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلی بردی محمدوف او د دغه هیواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

ارگ همداشان وایي چې جمهور رئيس غني به د ترکمنستان له جمهور رئيس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړيکو د ټينګښت او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

له جمهور رئیس غني سره په دغه سفرکې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د بهرنیو چارو، د اوبو او انرژۍ، اقتصاد، کانونو او پطرولیم، لوړو زده کړو، ترانسپورت او هوایي چلند د وزارتونو سرپرستان، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي.

په تیرو څلورو میاشتو کې چې د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت جوړ شوی ترکمنستان د افغانستان دریم ګاونډۍ هیواد دی چې جمهور رئیس غني ور ځینې لیدنه کوي.

د دې دمخه ښاغلي غني د چین او پاکستان نه لیدنه کړې ده او په په پام کې ده چې جمهور رئیس غني به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د یو بل ګاونډي هیواد ایران څخه هم لیدنه وکړي.

ښاغلی غني ته د ایران نه د کتنې بلنه د سې شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خوا له هغه سره په ارګ کې د کتنې په وخت ورکړل شوه، چې هغه هم منلې ده.

ټاکل شوې ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر په مهال به د افغانستان او ایران جمهور رئیسان د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړي.

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهان ترکمنستان ته د جمهور رئیس غني سفر د سیاسي اهمیت تر څنګ له اقتصادي پلوه هم د ارزښت وړ ګڼي.

دا کارپوهان په دې باور دي چې د ترکمنستان د طبیعي زیرمو او د دغو زیرمو نه د ګټې اخیستنې په برخه کې د ترکمني چارواکو لیوالتیا ته په کتنې افغانستان سره د ترکمنستان اړیکې دغه هیواد ته د دې امکان ورکوي چې د هند نیمې وچې ته خپلې طبیعي زیرمې د خرسلاو لپاره د افغانستان له لارې وړاندې کړي.

د پوهنتون یو استاد نجیب عزیز وايي، چې ترکمنستان له اوږدې مودې راهیسې په دې لټه کې دی چې د خپل ګاز نل لیکي د افغانستان له لارې د هندوستان مارکیټ ته ورسوي.

ښاغلي عزیز وویل "بله مهمه مسئله چې افغان چارواکي غواړي د ترکمنستان چارواکو سره ورباندې خبرې وکړي هغه د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اوسپنې پټلۍ مسله ده چې هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونو لپاره خورا د اهمیت وړ مسئله ده."

نږدې درې کاله وړاندې ترکمنستان د افغانستان د حکومت او د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ترمنځ د خبرو د کوربه توب لپاره چمتوالی ښودلې وو خو د پخواني افغان حکومت له خوا د ترکمنستان وړاندیز ته ډیره پاملرنه و نه شوه.

XS
SM
MD
LG