د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني ترکمنستان ته لاړ


جمهوررئیس غني به د ټاپي د پروژې د پرانستلو په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په سیمه ایز کنفرانس کې هم برخه واخلي
جمهوررئیس غني به د ټاپي د پروژې د پرانستلو په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په سیمه ایز کنفرانس کې هم برخه واخلي

د افغانستان جمهوررئیس نن سهار د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ټاپي د ګازو د نل لیکې د بنسټ د ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پایتخت عشق اباد ته رسیدلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې نن سهارعشق اباد ته د جهور رئیس محمد اشرف غني د رسیدلو په مهال د ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو هغه ته تود هرکلی ویلی دی .

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د خپل دغه دوه ورځني رسمي سفر په ترځ کې د ټاپي د پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ په هغه کنفرانس کې چې د "سولې، امنیت، او پرمختګ کې بې پرې پالیسۍ اونړیوالو همکاریو" تر سرلیک لاندې جوړیږي او د سیمې د هیوادونو مشران هم په کې برخه اخلي، ګډونوالو ته وینا وکړي.

جمهوررئیس غني د جمعې په ورځ ترکمنستان ته د خپل دغه سفر په باب خبریالانو ته وویل، چې دغه هیواد افغانستان لپاره یو لړ اقتصادي پروګرامونه لري چې د سفر وروسته به پرې وغږیږي.

جمهوررئیس غني وویل " په ورته وخت کې مو نړۍ ته دا څرګنده کړه چې افغانستان په ډیره چټکۍ له مرکزي اسیا سره د همکاریو رامنځ ته کولو په لټه کې دی، انشالله سبا نه بل سبا به د ټاپي د پروژې د بنسټ ډبره چې د لسو کالو څخه زیات ورته په تمه وو کیښودل شي، ترکمنستان د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره پراخ اقدامات په پام کې لري چې له سفر وروسته به تاسو ته په اړه یې وویل شي ".

ټاکل شوې ده چې د ټاپي د پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د هند او پاکستان لوړ پوړي چارواکي هم برخه واخلي.

د ترکمنستان دولتي موسسه ترکمن ګاز په دې پروژه کې ۸۵ فیصده ونډه لري او پاتې درې نور غړي هیوادونه ورکې هریو پنځه فیصده ونډه لري

XS
SM
MD
LG