د لاس رسي وړ اتصالات

معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت ته ونومول شو


جمهور رئیس غني د تماس نړیوال ګروپ ته په وینا کې دفاع وزارت ته د ښاغلي ستانکزي نومول اعلان کړل
جمهور رئیس غني د تماس نړیوال ګروپ ته په وینا کې دفاع وزارت ته د ښاغلي ستانکزي نومول اعلان کړل

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د تماس نړیوال ګروپ ته په وینا کې دفاع وزارت ته د محمد معصوم ستانکزي نومول تائید کړل.

ښاغلي غني د افغانستان د دفاع وزارت ته د سولې د عالي شورا دارالانشا د رئیس محمد معصوم ستانکزي د نومولو په باب خپاره شوي رپوټونه تائید کړي او هیله یې ښودلې چې د هغه په مشرۍ به د ملي دفاع وزارت چارې ښیي په مخ لاړې شي.

ښاغلي غني وویل" معصوم ستانکزی به زموږ راتلونکی د دفاع وزیر وي، د ده په مشرۍ، ادارې او مرستیالانو ته یې بریا غواړم".

تر اوسه ښاغلی ستانکزی په رسمي ډول ولسي جرګې ته نه دی پیژندل شوی.

ولسي جرګې ته په رسمي ډول د پیژندلو وروسته به دغه جرګه نومول شوي دفاع وزیر ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره نیټه وټاکي.

محمد معصوم ستانکزی چې د طالبانو د ماتې وروسته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه او بیا له اوږدې مودې راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رئیس وظیفې سرته رسولي دي په اویاومه لیسزه کې یې د افغانستان په پوځ کې د پوځي صاحب منصب په توګه وظیفه تر سره کړې ده.

تر اوسه د افغانستان اجرائیه ریاست د جمهور رئیس له خوا د دفاع وزارت ته د محمد معصوم ستانکزي د نومولو په باب څه نه دي ویلي.

دمخه جمهور رئیس غني ددغې څوکۍ لپاره جنرال افضل لودین نومولی وو چې د اجرائیه ریاست د کلک مخالفت وروسته جنرال لودین د خپلې نوماندۍ څخه تیر شو.

ښاغلي غني چې د تماس نړیوال ګروپ ته یې وینا کوله وویل چې د کابیني د بشپړیدلو وروسته یې د ولایتونو د والیانو د ټاکلو کار پیل کړی دی.

ښاغلي غني د وزیرانو د غوره کولو په نسبت د والیانو غوره کول سخت کار وګڼه.

XS
SM
MD
LG