د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اشرف غني نويو سناتورانو ته لوړه ورکړه


دا په تیرو اوږدو کلونو کې لومړی وار دی، چې یو افغان ولسمشر په مشرانو جرګې کې سناتورانو د وفادراۍ مراسم ترسره کوي.
دا په تیرو اوږدو کلونو کې لومړی وار دی، چې یو افغان ولسمشر په مشرانو جرګې کې سناتورانو د وفادراۍ مراسم ترسره کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د مشرانو جرګې نويو غړو ته چې د څلوردیرش ولایتونو د ولایتي شوراګانو نه یې دغې جرګې ته لاره پیدا کړې، لوړه ورکړه.

دا په تیرو اوږدو کلونو کې لومړی وار دی، چې یو افغان ولسمشر په خپله د مشرانو جرګې په غونډه کې برخه اخلي او سناتورانو ته په خپله سوګند ورکوي.

ولسمشر اشرف غني نويو سناتورانو ته د لوړې له ورکولو وروسته سناتورانو ته په خپلو خبرو کې د کابینې په تړاوو دومره وویل چې کابینه به درته اعلان شي.

ولسمشر وویل‪"‬ کابینه درته اعلانیږي، ستاسې حوصلې نتجه ورکړې ده، انشاء الله هرڅه به جوړ تیار شي.‪"‬

ولسمشر مشرانو جرګې ته وویل چې د ملي وحدت ټینګښت په عمل کې حوصلې ته اړتیا لري، نو ځکه دی حوصله کوي.

ولسمشر دا ډول له پخوانیو سناتورانو مننه وکړه، چې له امریکا سره امنیتي او له ناټو سره د سوفا تړونونه یې تائيد کړي دي، ولسمشر وویل بې له دغو تړونونو دا نا ممکنه وه، چې افغان امنیتي ځواکونه تمویل، تجهیز او روزنه وویني.

ولسمشر اشرف غني وویل ‪"‬امنیتي تړونونه چې تاسې پاس کړل او په ډېر دقت مو وڅېړل، ددې زمینه یې برابره کړله، چې مونږ بیا د دنیا اعتماد ترلاسه کړو. مننه، پدې عمل تاسې ثابته کړله، چې مشرانو جرګه افغانستان ګټې ساتي او خوندي کوي یې، ستاسې له دې مدبرانه اقدام پرته ددې امکان چې زمونږ امنیتي ځواکونه تمویل شي، تجهیز شي، او تعلیم شي، نه وو.‪"‬

ولسمشر اشرف غني وویل د نړۍ اعتماد برابرول دده د واک په لومړیتوبونو کې ځای درلود.

نویو سناتورانو ته ولسمشر په سیمه هم وغږېد، وې ویل چې اسیا له افغانستان پرته ارامۍ ته نه شي رسېدلی ، ولسمشر وویل په تېرو دېریو میاشتو کې یې د افغانستان لپاره د سیمې اجماع برابره کړې ده، د لاجورد لاره چې افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې د کسپین له بحیرې سره نښلوي به پرانیزي، چین یې د واخان د لارې جوړولو ته هڅولی، د ډیورینډ په کرښه به ۱۵ نوې نقطې ایجادې شي، چې ټرانزیټ پیاوړی شي، او د هند کابینې د چابهار په لارې هوکړې ته رسېدلی دی.

مقننه او اجرائیه قواووې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې غړو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د هر یوه قدر کوي او ددې پرځای چې یو سناتور د خپلو مؤکلینو عریضې وزارت په وزارت وګرځوي نو د دوی د کارونو د اسانتیا لپاره د چارو په اداره کې یو دفتر پرانیزي، ترڅو دا دفتر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو د مؤکلینو عریضې واخلي او اجراء یې کړې.

ولسمشر دا ډول وویل چې وزیران به په هرو شپږو میاشتو کې مقننه قووې ته منظم راپور ورکوي، ولسمشر وویل‪"‬ که وزیر ما او تاسې ته راپور را نه شو کړای، خدای په اماني ورسره کوو.‪"‬

ولسمشر په اقتصادي پروګرامونو هم وغږېد، وې ویل چې د کار زمینې به برابروي، برېښنا لپاره پلانونه لري، د نفتو د استخراج په چاره کې مهلت غواړي، اوبه به ساتي.

ولسمشر وویل دوه وزارتونه اوس په اقتصادي وزارتونو تبدیل شوي دي، هغه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هغه وزارتونه یاد کړل، چې لوړه اخېستې لري.

د نوي سناتورانو د لوړې پدغو مراسمو کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار وویل ‪"‬دا لومړی وار دی چې ولسمشر په خپله د مشرانو جرګې خاصې غونډې ته راځي او په خپله سناتورانو ته لوړه ورکوي. ولسمشره تاسې مونږ ته په درنه وکتل مننه.‪"‬

که څه هم نن داسې ویل کېدل چې کابینه به ولسي جرګې ته معرفي شي خو دا کار نن هم ونه شو.

XS
SM
MD
LG