د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني:فیض محمد کاتب د افغانستان د معاصر تاریخ لیکلو پلار و


ولسمشر غني د فیض محمد کاتب هزاره د قبر د جوړولو امر کړی دی
ولسمشر غني د فیض محمد کاتب هزاره د قبر د جوړولو امر کړی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مخکښ تاریخ لیکوونکي علامه فیض محمد کاتب هزاره د ۸۶ یم تلین په مناسبت جوړ شوي علمي سیمینار ته وویل چې په افغانستان کې د جګړو دوام یو علت له خپل تاریخ څخه د افغانانو ناخبرۍ ده.

ښاغلي غني وویل " هغه خلک چې خپل د تمدن رېښه یې له یاده ایستلې یوازنی رول چې یې پر غاړه اخیستی، تباهکاري او ویرانتیا ده. او روان افراطیت له همدې تاریخي ناخبرۍ څخه سرچینه اخلي".

ولسمشر وویل هیله یې داده چې د فیض محمد کاتب غوندې اشخاصو لمانځل به له دې مرسته وکړي چې ځوانان خپل تاریخ ولولي او د ټولنې په هکله د هغوی پوهاوی زیات شي.

ولسمشر غني وویل " له علم سره شوق او تحقیقي ذوق د دې سبب شول چې علامه کاتب د تاریخ په لیکلو کې استثنايي بصیرت او خاص درک ولري، په دربار کې د یو کاتب په حېث د هغه حضور له علامه کاتب سره دا مرسته وکړه چې اول لاس دولتي اسناد او مدارک ولولي، او د تاریخ په لیکلو کې استفاده ورڅخه وکړي".

هغه زیاته کړه کله چې د فیض محمد کاتب شهکار تر هغه مخکې او وروسته کسانو له کار سره پرتله کړو، او ګټو ته یې پام وکړو، نو دې نتیجې ته رسیږو چې هغه په حقه د افغانستان د معاصر تاریخ لیکلو پلار دی.

ولسمشر غني د خپلې وینا په پای کې د فیض محمد کاتب هزاره د قبر د جوړولو امر ورکړ.

همداشان ولسمشر غني د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دیو هزاره شخصیت په نوم د یو نوي مدال د ضرب وهلو امر ورکړاو د عدلیې وزارت څخه یې وغوښتل چې د فیض محمد کاتب هزاره په نوم د مدال ضرب وهلو قانوني چارې بشپړې کړي او د تصویب لپاره یې کابینې ته وړاندې کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دې علمي سیمینار په پرانیسته کې وویل که چیرې د کاتب هزاره تاریخي کارونه نه وی، افغانان به تر اوسه د خپل تاریخ او فرهنګ له یوې برخې ناخبره وای.

د دویم مرستیال په باور فیض محمد کاتب هزاره بریالی شوی چې ټولې پېښې په پوره امانتدارۍ د راتلونکو نسلونو په وړاندې کېږدي.

په دې سیمینار کې امریکايي لیکوال او ژباړن میک چینزي ته چې د فیض محمد کاتب اثار یې انګلیسي ته ژباړلي د ولسمشر په حکم د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي مډال ورکړل شو، او تر څنګ یې دوولسو افغان لیکوالو او تاریخ لیکوونکو ته ستاینلیکونه ډالۍ شول.

همدرانګه په دې علمي سیمینار کې یو شمېر لیکوالو او څېړونکو د فیض محمد کاتب پر شخصیت او اثارو ویناوې وکړې او مقالې یې واورولې.

علامه فیض محمد کاتب هزاره په ۱۳۰۹ کې په غزني کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې همالته په سنتي ښوونځیو کې وکړې او نورې زده کړې یې کندهار، لاهور، کابل او نجف کې کړي دي.

په ۳۰ کلنۍ کې یې په فرهنګي او علمي کارونو پېل وکړ، او تر ۴۰ کالو یې د سراج التواریخ، تحفة الحبیب او تذکره الانقلاب په ګډون بېلا بېل اثار ولیکل.

کاتب د امیرعبدالرحمن خان په دوره کې د دربار منشي وټاکل شو، چې د دربار حکمونه او فرمانونه به یې په خپل ښکلي خط لیکل،او له همدې امله د کاتب په نوم وپېژندل شو. هغه ته د تاریخ لیکلو لپاره مهم فرمانونه او لاسوندونه په واک کې ورکړل شول.

کاتب ، د تاریخ تر څنګ ادبي کتابونه هم تالیف کړي او همدارنګه یې په خپل ښکلي خط ډېر اثار خطاطي کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG