د لاس رسي وړ اتصالات

د ارګ د تشریفاتو رئیس له کاره ګوښه شو


 د ارګ د تشریفاتو رئیس د کندهار د ولایتي شور د رئیس سره د لفظي شخړې له امله خپله دنده له لاسه ورکړې ده

د ارګ د تشریفاتو رئیس د کندهار د ولایتي شور د رئیس سره د لفظي شخړې له امله خپله دنده له لاسه ورکړې ده

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د جمهوري ریاست د تشریفاتو د مسئول چلند د کندهار د یو مشر پر وړاندې عکس العملي او ناسم بللی او پر ېخواشینی شوی دی.

د ارګ اعلامیه وایي " دا چې جمهوري ریاست د هر افغان او په ځانګړي ډول د تاریخي کندهار د مشرانو عزت، شان او درناوی خپل عزت بولي، په همدې دلیل جمهور رئیس دغه حکومتي مسئول له کار څخه لیرې کړ".

د افغانستان د جمهوري ریاست په دغه بیان کې کندهار ته د جمهور رئیس غني د یو ورځیني سفر په ترڅ کې د کندهار د قومي مشرانو میلمه پالنه ستایل شوې او ویل شوي چې جمهور رئیس ټینګار کوي، چې حکومت د خلکو خادم او خدمتګار دی او له دې امله ټول حکومتي کارکوونکي باید د خلکو تر منځ ارتباطي پل، خلکو او په ځانګړي ډول د هېواد مشرانو ته د درناوي عالي نمونې وي.

په کندهار کې د امریکا غږ خبریال عزیرالله پوپل وایي چې د چهارشنبې په ورځ کله چې د کندهار د ولایت په تالار کې د کندهار د سپین ږیرو او مشرانو سره د جمهور غني غونډه روانه وه، چې د جمهوري ریاست د تشریفاتو د رئیس نسیم پښتون شریفي او د کندهار د ولایتي شورا د رئیس سیداجان خاکریزوال ترمنځ لفظي شخړه په سوک سپیړه بدله شوه.

ددغې پیښې وروسته د قومي مشرانو سره د ښاغلي غني غونډه د څو شیبو لپاره وځنډیدله، چې بیا د جمهور رئیس غني د دوو سلاکارو وزیرانو په هڅو غونډې بیرته عادې جریان وموند.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیداجان خاکریزوال امریکا غږ ته ویلي چې قومي مشرانو جمهور رئیس سره په غونډه کې د بیرته کښناستلو لپاره جمهور رئیس ته درې وړاندیزونه کړې وو، چې د ښاغلي شریفي له دندې ګوښه کیدل په کې هم شامل وو.

ښاغلي خاکریزوال وویل چې بل شرط څارنوالۍ ته د ده او ښاغلي شریفي سپارل او د دوسیې تر پلټنې له افغانستان څخه د تشریفاتو د پخواني رئیس بهر ته د تللو د مخنیوي شرطونه په کې شامل وو.

پخپله نسیم پښتون شریفي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې دا منلې ده چې شخړه هغه وخت رامخې ته شوه چې کله دې غوښتل د جمهور رئیس غني سره د کندهار د مخورو په غونډه کې د مدني ټولنې یو فعال نوم د وینا کوونکو په لیست کې شامل کړي.

هغه وویل دده دا اقدام د سیداجان خاکریزوال د ناخوښۍ سبب شو او ده او د افغانستان جمهور رئیس ته چې پخپله هم حاضر وو، سپکې سپورې وویلې چې له امله یې ده حوصله له لاسه ورکړه او په ښاغلي خاکریزوال باندې یې لاس پورته کړ.

نسیم پښتون شریفي وویل چې دې د کندهار د ولایتي شورا د رئیس سره څارنوالۍ ته حاضریدو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې د کندهار د پولیسو قوماندان چې پر ده یې لاس پورته کړی هم څارنوالۍ ته حاضر شي.

نسیم پښتون شریفي د ارګ د تشریفاتو له ریاست څخه د ګوښه کیدو په هکله وویل چې دا دده پر وړاندې په ارګ کې د یوې کړې توطیه ده. خو ښاغلي شریفي د دغې کړۍ نوم وانخیست.

هغه وویل چې په رسمي ډول لا ده ته د کار څخه د ګوښه کیدو اطلاع نه ده ورکړل شوې.

نسیم پښتون شریفي وویل ټاکل شوې ژر به له جمهور رئیس غني سره وویني او په دې مسله به ورسره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG