د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی


ولسمشر غني وايي، په امنیتي سکتور کې اداري فساد د منلو نه دی
ولسمشر غني وايي، په امنیتي سکتور کې اداري فساد د منلو نه دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني 'په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د پراخې مبارزې' په نوم د اروپايي ټولنې درېیم کلني کنفرانس ته په وینا کې وویل، د افغانستان په امنیتي سکتور کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی او باید په کې اساسي اصلاحات راوستل شي.

ښاغلي غني وویل، په تیرو دوه نیمو کلونو کې افغان حکومت د تدارکاتو، ښاروالیو، ګمرکونو، تړونونو او بانکوالۍ په برخو کې د پام وړ اصلاحات راوستي، چې پر وینا يې یوازې د تدارکاتو په برخه کې یې ۹ سوه غیرمعیاري تړونونه څیړلي دي.

د افغانستان ولسمشر اداري فساد په دغه هیواد کې د سرطان د ناروغۍ په توګه یاد کړ او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني د افغانستان په امنیتي سکتور کې د اداري فساد موجودیت ته په اشارې وویل "موږ زیات تمرکز د کورنیو چارو پر وزارت کوو، د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی، دا د منلو نه ده او باید اصلاحات په کې راشي. د دفاع وزارت خپلې چارې په سمه توګه مخ پر وړاندې بیايي او د کورنیو چارو وزارت هم باید همداسې وي."

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې چارواکو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپل دوه میاشتني رسنیز کمپاین پر مهال ویلي وو، چې په امنیتي ځواکونو کې فساد د دغو ځواکونو د کمزورۍ او د وسله‌والو مخالفینو د پیاوړي کیدو سبب کیږي.

دغې ټولنې په افغانستان کې اداري فساد د جګړې د اوږدیدو یو مهم علت بللی او ویلي یې دي، د افغان ځواکونو وسلې او مهمات پر وسله‌والو طالبانو پلورل کیږي، چې تر ټولو زیات زیان یې عامو افغانانو ته رسیږي.

د افغانستان ولسمشر په دې کنفرانس کې وویل، چې حکومت یې په اوو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو او له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی، چې په کې د اغیزمنو پالیسیو جوړول، امنیتي سکتور کې اصلاحات، د قضائيه قوې خپلواکي، د کانونو په سکتور کې شفافیت، ګمرکونه، د وزارتونو د لګښت کنټرول او د مدني ټولنو پیاوړي کول په کې شامل دي.

ښاغلي غني وویل، په تیرو دوه نیمو کلونو کې د ګمرکونو په برخه کې د پام وړ اصلاحات راوستل شوي، چې له امله یې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان عواید ۳۵ فیصده زیات شول.

ولسمشر غني په عدلي او قضايي سیسټم کې مداخله د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې لوی خنډ یاد کړ او په ځانګړې توګه یې د پارلمان له غړو څخه وغوښتل چې د دغو ادارو په چارو کې مداخله ونکړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نوماندۍ لپاره به یو اساسي شرط دا وي، چې پارلمان ته د لار موندنې په صورت کې به وکیلان په لیکلې بڼه ژمنه کوي، چې د عدلي او قضايي سیستم په چارو کې مداخله نه کوي.

ښاغلي غني دغه راز وویل، د نړیوالې ټولنې له مرسته شویو پیسو څخه میلیونونه ډالر په غیرقانوني توګه بیرته له افغانستان څخه ایستل کیږي، چې باید لاملونه یې وموندل شي او مخنیوی یې وشي.

ولسمشر غني په افغانستان کې له فساد سره د پراخې مبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې د برنامو ستاینه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر، د ۲۰۱۷ کال د مارچ په دولسمه د رسنیو له لارې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې دوه میاشتینی رسنیز کمپاین پیل کړ، چې زیاته پاملرنه په کې د افغانستان عدلي او قضایي او د کانونو سکتور کې شته فساد ته شوې وه.

XS
SM
MD
LG