د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هغوی چې د سرتیرو ډوډۍ پټوي او تیل غلا کوي د زغملو ندي


ولسمشر غني وویل څوک چې په فساد کې ښکیل دي تر شدید قانوني تعقیب لاندې به یې ونیسي.
ولسمشر غني وویل څوک چې په فساد کې ښکیل دي تر شدید قانوني تعقیب لاندې به یې ونیسي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې د افغان امنیتي ځواکونو ډوډۍ پټوي، تیل یې غلا کوي، وسلې په "دښمن" پلوري او د فساد په نورو ډولونو کې لاس لري د زغملو ندي او تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې نن د مارشال قسیم فهیم په نظامي اکاډمۍ کې د نهمې دورې د افسرانو د فراغت غونډې ته ويناء کوله وویل د افغان امنیتي ځواکونو د امکاناتو نه د ناوړې ګټې اخېستنې او غلا په وړاندې مبارزه یې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ولسمشر غني وویل څوک چې په فساد کې ښکیل دي تر شدید قانوني تعقیب لاندې به یې ونیسي.

ولسمشر غني وویل "مونږ اجازه نه ورکوو، چې ستاسې له لباس او ډوډۍ نه غلا وشي او فاسدې مافیايي کړۍ ستاسې حقوق پایمال کړي".

له ترهګرۍ سره مبارزه

ولسمشر محمد اشرف غني د مارشال قسیم فهیم له نظامي اکاډمۍ فارغو ۳۴۳ افسرانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سختو حالاتو کې د امنیت ساتلو دنده لري.

ولسمشر سرتیرو ته وویل چې خلک له باغیانو او انتحاریانو نه د تل لپاره وژغوري "دوی ته ځای پرېنږدئ".

ولسمشر غني وویل دا د افغان امنیتي ځواکونو نظامي او دفاعي وړتیا وه، چې په مټ یې له نړۍ د وارسا په کنفرانس کې مرسته جلب کړه. ولسمشر وویل که د امنیتي ځواکونو سرښندنې نه وای نو نړۍ ته یې دقناعت لپاره کافي منطق نه درلود.

ولسمشر وویل "پوهیږئ د نړۍ مشرانو څه ویل، نورو هیوادونو کې چې له نړیوالو ځواکونو نه محلي ځواکونو ته قدرت انتقال شوی، هلته سرتیري تښتېدلي دي، افغان سرتیری نه تښتي، افغان جنرال قهرمان دی".

ولسمشر غني وویل د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړي کولو لپاره یې څلور کلن کاري پلان جوړ کړی او مخ په بشپړېدو دی او په ويناء یې تر ۲۰۲۰ کاله پورې به هوايي ځواک په هر اړخیز ډول بشپړ شي.

ولسمشر غني پدغه ويناء کې د سیاسي نظام د دوام په تړاوو وویل چې سیاسي نظام به د اساسي قانون په اساس دوام کوي او افغان امنیتي ځواکونه به یې ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې اته دورې افسران په ملکي او نظامي برخو کې د مارشال محمد قسیم فهیم له نظامي اکاډمۍ فارغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG