د لاس رسي وړ اتصالات

غني: فساد ملي شرم دی اوباید مخه یې ونیول شي


جمهوررئیس غني د فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو لړ ستونزو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې دغې پدیډې سره به په کله مبارزه وکړي.

جمهوررئیس غني د فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو لړ ستونزو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې دغې پدیډې سره به په کله مبارزه وکړي.

جمهوررئیس غني نن په کابل کې په افغانستان کې د ادارې فساد پروړاندې د مبارزې د حرکت ترنامه لاندې یو کنفرانس ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فساد سره د مبارزې د مرکز په جوړولو کې دې افغانانو سره برخه واخلي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ یې ارګ کې په افغانستان کې د میشتو اروپایي ټولنې د سفیرانو د یو کنفرانس کوربه توب کوه، وویل چې په افغانستان کې د فساد څخه زیږیدلي زیانونه پیژندل شوي خو لا هم د فساد د هڅونې اسباب نه دي پیژندل شوي.

ښاغلي غني وویل "دا منو چې فساد زمونږ یو ملي شرم دی او باید مخه یې ونیول شي، د دې لپاره چې په نړیوالو غوڼدو کې خپل بیرغ اوچت کړو او خبرې وکړو ".

د اروپایي ټولنې په یوه سروې کې چې تیره اونۍ خپره شوه، د افغانستان عدلي او قضایي ادارې د فساد په برخه کې تر نورو ادارو ډیرې ککړې ښودل شوي دي او ویل شوي چې په دغو ادارو کې د فساد شتون په دغه هیواد کې د فساد سره د مبارزې مخه نیولې ده.

خو په دغه کنفرانس کې د افغانستان جمهوررئیس د عدلي او قضایي ادارو کې د نوو ګمارل شوو چارواکو د کړنو ننګه وکړه او ويې ویل چې په قضایي اداره کې په کار پوه مامورینو د ګمارلو لپاره یې پخپله د سلو قضیانو اسناد څیړلي او ۳۵۰ قضیانو په اسنادو یې بیا له سره غورکړی دی.

جمهوررئیس غني په قضایي سیستم کې د اصلاحاتو د بهیر په هکله د څرکندونو پر وخت وویل چې په ورستیو میاشتو کې یې تر ۶۰۰ پورې قاضیان له یوه ځایه بل ځای ته بدل کړي دي.

جمهوررئیس غني وویل چې د ۶۰ فیصدو څخه تر ۹۰ فیصدو پورې چې د استیناف محکمو ته دوسیې راوړل کیږي د حقوقي پلوه ستونزې لري.

همداشان جمهوررئیس غني د ۲۰ څارنوالانو له کاره ګوښه کول، د کابل بانک د دیوالي کیدو د مجرمینو محاکمه، په خصوصي بانکونو کې د جعلي حسابونو مخنیوی، د ګمرکونو د ۲۵ فیصده مامورینو له کاره ګوښه کول، د عوایدو په سیستم کې اصلاحات، په کورنیو عوایدو کې شل فیصده لوړوالی، د تدارکاتو سیستم کې بدلون او د قانون په خلاف د قراردادونو لغوه کول د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د لاس ته راوړنو په توګه یاد کړل.

دې غونډې ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې مشر فرانز میشل میلیبن په خپله وینا کې په افغانستان کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د یولړ پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانانو د فساد د پدیدې له امله خورا زیانونه لیدلي دي.

ښاغلي میلیبن وویل " ددې هیواد خلک له فساد څخه کړیږي چې یوه اوبا ده، چې امنیت ګواښوي او د دې سبب ګرځي چې د دې هیواد د میلیونو خلکو د ښه کار د ستاینې او د ښه ژوند د تیرولو لپاره د هغوی د هیلو مخه نیسي چې باید دا بدلون ومومي ".

ولسمشر غني د نننئ ناستې ګډون والو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان په هکله د بروکسل او وارسا غونډو ته به د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له مشخصو پروګرامونو سره ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG