د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني: د ملا عمر مړینې سره وضعیت بدل شوی


جمهور رئیس غني وایي چې سوله یوه ملي مسئله ده او د ټینګښت لپاره یې هر ډول قیمت ورکولو ته تیار دی.
جمهور رئیس غني وایي چې سوله یوه ملي مسئله ده او د ټینګښت لپاره یې هر ډول قیمت ورکولو ته تیار دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام په ارګ کې د لوی کندهار د ولسي شورا له غړو سره د کتنې په وخت وویل، اوس افغانستان په انزوا کې نه دی، د ملا محمد عمر مړینې په اوسني حالت کې بدلونونه رامنځته کړي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، سوله له یوې دروازې نه شي تامینیدلی، په رښتینې توګه د سولې ټینګښت د افغانستان د دولت او ملت د ګډ مسوولیت په ترسره کېدو سره ممکن کیدلای شي، د ولس او دولت لخوا طالبانو ته د مذاکراتو دروازې پرانیستې دي.

د ارګ اعلامیه وایي جمهور رئیس غني د غونډې برخه والو ته وویل چې د سولې د ټینګښت لپاره موږ یوې ملي اجماع ته اړتیا لرو ترڅو د سولې لپاره په اوسني میکانیزم کې بنیادي اصلاحات او سمونې رامنځته شي.

جمهور رئیس غني وویل چې سوله یوه ملي مسئله ده او د ټینګښت لپاره یې هر ډول قیمت ورکولو ته تیار دی.

ښاغلي غني وویل چې سوله د برچې په زور نه شي تامینیدلی، بلکې د سولې ټینګښت د ولس پراخ ګډون ته اړتیا لري.

جمهور رئیس غني د لوی کندهار له ولسي شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د څرنګوالي په باب په لیکلي ډول خپلې طرحې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې په دغه کتنه کې تورن نیک محمد او محمد ایوب رفیقي په هېواد کې د سراسري او ډاډمنې سولې د ټینګښت په اړه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې ویل چې سوله د افغانستان د بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

دوی ټینګار وکړ چې په ګټوره توګه د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره دې یو قوي او موثر میکانیزم رامنځته شي ترڅو د افغان ولس، نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د اسلامي هېوادونو ملاتړ او د هغو مخالفینو باور ترلاسه شي چې سولې ته علاقه مند دي.

د لوی کندهار د ولسي شورا غړو وویل چې له مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو د لا قوت لپاره دې دغه لړۍ د افغانستان کې ترسره شي.

دوی وړاندیز وکړ چې د هېواد له هر ولایت څخه دې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په شمول لس لس تنه وټاکل شي ترڅو حکومت ته د سولې د ټینګښت په اړه سلا مشورې ورکړي.

د افغانستان د چارو افغان څیړونکي په وروستیو اونیو کې د سولې په هکله د افغان حکومت د چارواکو په ځانګړې ډول د جمهوررئیس غني څرګندونې د هغو واقیعتونو ښکارندویه ګڼي چې وروسته له لسو میاشتو دغه چارواکي ورسره مخ شوي دي.

دا څیړونکي وايي، جمهوررئیس غني د سولې په برخه کې د پاکستان د مرستې څخه مایوسه شوی دی نو ځکه د سولې په اړه د جمهوررئیس غني نظر د پخوا په نسبت بدل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د چارو یو څیړونکی احمد سعیدي وایي چې په تیرو لسو میاشتو کې جمهوررئیس غني د سولې او طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې پاکستان ته یو څه امتیازات ورکړل خو اوس جمهوررئیس ته دا څرګنده شوې ده چې مخالفو وسله والو سره لا هم سوله ژر ممکنه نه ده.

ښاغلي سعیدي وویل "مونږ باید دا معلومه کړو چې له پاکستان څخه څه غواړو، مونږ له پاکستانه غواړو چې تروریستان را ونه استوي، ملاتړ يې و نه کړي او ځالې یې له منځه یوسي، مونږ نوره ستونزه نه لرو خو پاکستان ته هم د ډیورنډ کرښه د افغانستان د اوبو ، هندوستان سره د اړیکو او د ترانزیت مسلې مطرح دي ".

هغه وایي د ځینو مسلو لکه د ډیورنډ د کرښې مسله د افغان حکومت له واکه بهر ده چې ورسره د افغانستان او پاکستان ترمنځ يې باور ټکنی کړی دی.

ښاغلی سعیدي وایي د خبرو پیل دمخه د باور د فضا رامنځ ته کیدو ته اړتیا ده، چې په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغسې اعتماد نشته دی.

XS
SM
MD
LG