د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې خبرو ته به په کمزوري موقف لاړ نه شو


جمهور رئیس غني د هرات ولایت ته د سفر په وخت ویلي دي چې ددې وروسته شنډنډ نور د ناسور زخم نه دی
جمهور رئیس غني د هرات ولایت ته د سفر په وخت ویلي دي چې ددې وروسته شنډنډ نور د ناسور زخم نه دی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ هرات ولایت ته د یو سفر په وخت ددغه ولایت مخورو، دیني عالملنو د ښځو او مدني تولنې او د سوداګرو له استازو او د دغه ولایت د ولایتي چارواکو یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې جګړه په افغانانو تحمیل شوې ده.

جمهور رئیس غني وویل " مونږ جګړه نه غوښته خو جګړه ددې لپاره ده چې مونږ د سولې په خبرو کې په یو کمزوري دریځ کې برخه واخلو، هیڅ افغان به په کمزوري دریځ کې سولې ته حاضر نه شي".

ښاغلي غني ورته څرګندونې نن سهار د ۲۰۷ ظفر قول اردو منسوبینو سره په غونډه کې هم وکړي وویل چې هڅه یې داده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړې کړي.

جمهور رئیس غني د هرات ولایت د استازو سره په خبرو کې د شنډنډ په ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو د زیاتیدو یادونه هم وکړه وویل چې ددې وروسته نور شنډنډ د ناسور زخم نه دی.

جمهور رئیس د هرات ولایت اوسیدونکو ته د یوکال په موده کې د ۲۴ ساعته برښنا د برابرولو او هم د کندهار په هوایي ډګر کې د تازه میوو د ساتنې له سړو خونوڅخه د هرات د سوداګرو د استفادې وعده هم وکړه وې ویل چې سږکال به په لومړي ځل افغان حکومت دننه په هیواد کې د غنمو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له بزګرانو غنم په بیعه اخلي.

ښاغلي غني وویل چې افغنستان په کال کې اوه سوه زره ټنه غنم تولیدوي خو کلنۍ مصرف یې یو اعشاریه دوه میلونو ټنو ته رسیږي.

هغه وویل " له کومې ورځې چې راغلی یم لږ تر لږه په غنمو مو شپږ غونډې جوړې کړي دي اوس د غنمو تنظیم په بنیادي توګه ترسره کیږي ترڅنګ یې څومره چې ژر کیږي سیلوګانې جوړو او ددې وروسته مې د دفاع او کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې خپلې ټولې اړتیاوې د اردو او پولیسو اړتیاوې او هم د پوهنتونونو اړتیاوې د کورنیو تولیداتو پوره کړي ".

ښاغلي غني وویل چې افغانستان په کال کې د دوه میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت له بهر نه غوښه او لبنیات واردوي.

جمهور رئیس غني په خپلو څرگندونو کې وویل چې له دې وروسته هيڅ د سیاسي واک لرونکی شخص له حکومته قرارداد نه شي ترلاسه کولی.

ښاغلي غني وویل " ټول تدارکات زه شخصآ اداره کوم جناب ډاکټر صاحب عبدالله جناب دانش صاحب د عدلیې داقتصاد او د مالیې وزیر صاحبان راسره ناست دي د هرې شنبې په ماښام که پنځه ساعته هم واخلي قراردادونه زه پخپله څیړم انشاالله او تعالی ستاسې د قراردادیانو څخه څوک رشوت نه شي غوښتلی".

جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې د یو شمیر وزارتونو له خوا د خپلې کلنۍ انکشافي بودیجې د لږ مصرف یادونه هم وکړه وویل چې وزارتونو په تیرو شپږ میاشتو کې اولس فیصده خپله انکشافي بودیجه مصرف کړې ده.

جمهور رئیس غني وویل " که چیرې زه دا پریږدم نو د کال ترپایه به ایله تر څلویښت فیصدو ته ورسیږي ماته اجازه راکړئ چې د دولت ټولو پیسو تمرکز ورکړم او له تاسو سره یو څو بنیادي کارونه ترسره کړم او ووایم چې د کال تر پایه یو کار کیږي".

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د حکومت نه د دیني عالملنو د ملاتړ له امله مننه وکړه وویل چې افغانستان یو اسلامې هیواد دی او وي به.

د ملي یووالي د حکومت د جوړییدلو وروسته هرات ته داد جمهوررئیس غني دوهم سفر دی.

هغه په داسې حال کې هرات ته تللی چې لا دمخه یې دغه ولایت نوی والي ټاکلی دی.

جمهور رئیس غني د هرت له اوسیدونکو څخه په دې هم مننه وکړه چې محمد اصف رحیمي یې د نوي والي په توګه منلی دی.

هرات په هغو څوالس ولایتونو کې شامل دی چې د ملي یووالي د حکومت له جوړیدلو وروسته ورته جمهور رئیس غني نوي والیان استولي دي.

XS
SM
MD
LG