د لاس رسي وړ اتصالات

غني ګاونډیو ته: زموږ د اوبو پر مدیریت انديښنه مه کوئ، ملاتړ یې وکړئ


د افغانستان ولسمشر د 'اوبو او تلپاتې پرمختګ' په نوم څلورم ملي کنفرانس کې چې د دریو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی وینا کوله
د افغانستان ولسمشر د 'اوبو او تلپاتې پرمختګ' په نوم څلورم ملي کنفرانس کې چې د دریو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی وینا کوله

افغان ولسمشر وايي، اوبه د افغانستان لویه شتمني ده او د یو مهم فکټور په توګه په سیمه ایزو همکاریو کې مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د 'اوبو او تلپاتې پرمختګ' په نوم څلورم ملي کنفرانس کې وویل، تمه لري چې ګاونډیان یې د دغه هیواد د اوبو پر مدیریت اندیښنه ونکړي، بلکې ملاتړ یې وکړي.

ولسمشر غني وویل، اوبه د افغانستان مهمه طبیعي منبع او شتمني ده، چې افغانان یې له ارزښت څخه بې‌خبره پاتې دي او ټینګار یې وکړ، چې د اوبو د سم مدیریت په برخه کې لا هم زیات کار ته اړتیا ده.

ښاغلي غني د افغانستان د اوبو په اړه ګاونډیو هیوادونو ته په خطاب وویل "لازمه ده چې ټول ډاډه واوسي، چې د افغانستان د اوبو انکشاف زموږ د خلکو او سیمې په ګټه دی."

ولسمشر غني د افغانستان د اوبو د مدیریت او له دغو اوبو څخه د عادلانه استفادې لپاره د حقوقي چوکاټونو جوړول او د هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو ترسره کول اړین وبلل.

د افغانستان د ولسمشر پر وینا د دغو میکانیزمونو په جوړولو سره به ټول هیوادونه په عادلانه توګه د اوبو له حق څخه برخمن شي.

د افغانستان حکومت په خپله سږنۍ بودیجه کې د اوبو د مدیریت لپاره هم پیسې ځانګړې کړې دي. ولسمشر غني وویل، چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان سیندونه د یو 'منظم سیستم' په توګه مدیریت کړي.

افغانستان دا مهال شاوخوا ۷۵ میلیارده متر مکعب اوبه لري، چې ۵۷ میلیارد متر مکعب یې د ځمکې پر سر او ۱۸ میلیارد متر مکعب یې د ځمکې لاندې بهیږي.

د دغو اوبو ۳۵ فیصده له کوم بدیل پرته بهرنیو هیوادونو ته بهیږي.

افغان حکومت په پام کې لري، چې د دغه هیواد د اوبو د مدیریت لپاره له ۲۱ څخه نیولې تر ۲۹ پورې د اوبو اساسي بندونه جوړ کړي.

سره له دې چې افغانستان اوبو د زیرمو له پلوه یو بډایه هیواد ګڼل کیږي، خو په دغه هیواد کې ۵۸ فیصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

افغان حکومت وايي، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د ولسي تړون د پروګرام له لارې د اوبو رسونې یو شمیر لویې او وړې پروژې عملي او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه ۷۶ فیصدو ته لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG